څارونکي: پاکستان په خوله د سولې شعارونه ورکوي، خو عملي اقدام نه کوي

پاکستان یوازې د سولې شعارونه ورکوي خو په عملي برخه کې یې داسې کوم اقدام نه دی کړی.

د واشنګټن په وودرو ویلسون تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د مسایلو څارونکی مایکل کوګلمن وايي، دا سمه ده، چې پاکستان په ښکاره د سولې د پروسې ملاتړ اعلان کړی دی، په دې اړه پیغامونه ورکوي او وايي چې د سولې په برخه کې هڅه کوي، خو په عملي ډګر کې یې کوم اقدام نه دی کړی. د کوګلمن په خبره د افغان سولې په لار کې دوه عمده خنډونه موجود دي، چې یو یې پاکستان او بل طالبان دي.

دده په وینا تر هغه چې پاکستان په عملي توګه په افغانستان کې سوله و نه غواړي دلته سوله نه راځي همدا راز وايي، تر هغه چې طالبان د جګړې په ډګر کې برلاسي وي سولې ته ددوی حاضرول ناشونی کار دی. کوګلمن وايي د سولې لپاره دې پر پاکستان او طالبانو فشارونه ډېر شي او دوی دې اړ کړل شي چې په رښتینې او عملي توګه د سولې لپاره چمتو شي.