څوک مو دښمن دی؛ هند که پاکستان؟

لیکنه: نثار احمد احمدي

د کرکټ د نړۍ والي شورا ای سي سي له لوري د چمپېنز ټرافي لوبي چي د نړۍ د غوره لوبډلو ترمنځ په انګلستان  کي ترسره سوې، پايلوبي ته د لومړي ځل لپاره پاکستان لاره پيداکړه چي له خپل رقيب هند سره ولوبېد. دا لوبه چي د يکشنبې پر ورځ پر ۲۰۱۷ کال د جون پر ۱۸ ترسره سوه په ميلونونو ننداره چيانو وليده. دا لومړی ځل و چي هند پاکستان ته لوبه وبايلله. له دې لوبي سره ګڼشمېر افغانانو د هندوستان او پاکستان د دوستۍ او دښمنۍ په اړه نظرونه تباديله کړل.

يوې ډلي پاکستان دښمن، هند دوست وګاڼه، بلي پاکستان دوست، هند دښمن وګاڼه او دريمي ډلي چي بې دريځه بلل کېږي، دواړه هيوادونه يې دښمنان وبلل. د ځينو افغانانو يوه بله ستونزه دا هم ده چي  د دوستۍ او دښمنۍ معيار د ملي ګټو په رڼا کي نه ، بلکي د عُقدې او شخصي سليقې له مخي ټاکي.

دا ډول پاکستان ته دوئ دوست وايي: چي له خپل زېږون سره يې يو متحد مليت پر سينه پرې کړ، پر دوو ټوټو يې ووېشی. د هېواد نيمه مځکه يې يرغمل کړه. له پيدايښته تر ننه يې دا مليت يو د بل پر ضد جنګولی دی. په افغانستان کي د شاهي واکمنۍ له نسکورېدو را وروسته يې د افغانستان د هر قايم حکومت پر ضد مخالفتونه ژوندي ساتلي، او هڅه یې کړې چي هېواد مو د ابادۍ پر لور ګامونه وانخلي.

تقريباً هر افغان سياستوال چي د هېواد د ښېرازۍ په اړه يې بنسټيز تفکور درلودلی، پاکستان يې پښې په تبر وهلي دي. نيمه سليزه کېږي، پاکستان په افغانستان کي د اور کټوي باندي کړي، نيم افغانان لکه سونتوکي اور په بلوي، او نيم لکه د پختيا خواړه په اوبو کي یې ايشوي. پاکستان دلته يوار د کمونيزم پر ضد د اخوانيزم ملاتړ کړی، بيا يې د کمونيزم پر ضد د طالبيزم ملاتړ کړی، تر دې وروسته یې د طالبيزم پر ضد د امريکا ملاتړ وکړ، دا دی اوس بيا د امريکا پر ضد د طالبانو ملاتړ کوي، او بل طرف ته د طالبانو پر ضد د داعش ملاتړ کوي.

پاکستان په ټوله نړۍ کي يواځينی هېواد دی چي د افغانستان په اړه واحده ستراتيژي نلري. د دې تېرو پنځوسو کلونو په بهير کي د پاکستان مستقيمي او غيري مستقيمي جګړې په لکونه افغانان وژلي، په لکونه يې ژوبل کړي، او تر دې ډېر يې کډوال کړي دي. پاکستان په ټوله نړۍ کي يواځينی ملک دی چي اسلام يې د وسلې په توګه کارولی دی، پر چا چي يې زړه وغواړي، ډز کوي، څوک په ساتي. د جهاد سپېڅلی نوم، خو يې داسي بدنام کړ چي په ټوله نړۍ کي مسلم او غيري مسلم يې له نامه کرکه لري.

له شهيد ډاکټر نجيبه را واخله، د طالبانو تر مشر ملا محمد پوري پاکستان زموږ د مخالف او نا مخالف وګړي دښمن دی. له هيڅ داسي يوه مجاهد سره پاکستان رښتنې دوستي نه کوله چي د ده له تګلاري يې سر غړونه کړې وای، دغه رنګه طالبان هم په دې حساب کي در واخلئ چي هر مشر يې د پاکستان له غوښتنو ډډه کړې، يا يې خپله وژلی، يا يې په امريکا وژلی دی، او يا يې نادرکه کړی دی. په سراسر هېواد کي هيڅ داسي يوه کورنۍ نشته چي پاکستان يې قاتل نه وی، خپلوان يې ور وژلي يا ور ژوبل کړي نه وي.

د افغانستان قوي پوځ، ټانکونه الوتکي، پوځي بنسټونه، او د هېواد هره ابادي د پاکستان له لوري ويجاړه شوې. زموږ کرنه، اقتصاد، روغتيا او پوهنه د پاکستان  د چټل فکر له امله توري تيارې ته ور ټېل وهل سوې، او اوس هم له بحران سره مخامخ ده. د همدغه پاکستان له امله موږ د امريکا او نوري نړۍ د استعمار تر اغېز لاندي راغلي يوو. همدغه پاکستان دی چي زموږ وطن يې سوال او فقر ته درولی دی.

پاکستان مو ښونکي را وژني. پلونه مو را نړوي. سړکونه مو ورانوي. ښوونځي مو را سوځي. هره ورځ مو هېوادوال را شهيدانوي، نور يې څه کوئ د کابل وروستۍ پېښه در په زړه کړئ چي دوه سوه يې شهيدان کړل، شپږ سوه يې ژوبل کړل. ايا تر دې بل رقم دښمني؟ ځيني پاکستان پلوه افغانان لګيا دي د پاکستان د دوستۍ لپاره خښتګونه او پايڅې ګنډي. نه له تاريخه شرم لري، نه له خپلي خاوري، نه له خپل ولسه، له وجدانه خو ځکه شرم نلري چي وجدان نلري.

 

دې خلکو ته حيران يم د پاکستان د دښمنۍ د ثابتېدو لپاره څه ډول دلايل او شواهد غواړي. کله مني چي پاکستان نه يواځي زموږ دښمن دی، بلکي د انسانيت او اسلام دښمن هم دی.

پاته سوه د هند خبره: هند مو پل نه ورانوي. سړک مو نه خرابوي. خلک مو نه راوژني. پر خلکو مو سیاسي سوداګري نکوي. مځکه يې نه ده تر خېټي را لاندي کړې. ښوونکي يې نه دي را وژلي. انجېنران يې نه دي را وژلي. هېواد يې په کنډوالو نه دی را بدل کړی. زموږ خلک يې يو له بل سره په جګړه نه دي اخته کړي. د سرتېرو د راوژولو پر ځای يې سرتېري را روزلي. د الوتکو د ورانۍ پر ځای يې الوتکي راکړي. د ښوونځيو د ويجاړېدو پر ځای يې ښوونځي راجوړ کړي. د ښوونکو د وژلو پر ځای يې ښوونکي را روزلي. په خپل هېواد کي يې د افغانانو عزت کړی، بې وېزو تګ راتګ ورته کېږي. د پاکستان په څېر یې کډوالي مېرمني نه دي را بې عزته کړي، د خلکو کورونه يې په بيلدوزانو نه دي نړولي. افغانان يې په تورو کڅوړو کي پر امريکا نه دي خرڅ کړي. زموږ د خاوري پر ضد يې امريکا او نورو ته ځای نه دی ورکړی. زموږ د هېواد لپاره جاسوسان او ترهګر نه روزي. زموږ ماشومان، مېرمني او ځوانان يې په چاودونو کي نه دي وژلي. زموږ د حکومتونو پر ضد يې بغاوت نه دی کړی. د افغانانو ترمنځ يې د نفاق، ناپوهۍ او مذهبي جګړې کښت نه دی کرلی. زموږ د شمال خویندي ميندي يې د پنجابيانو په څېر له ځان سره نه دي بېولي. ياني په ټوله کي به ووايم: هند د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ په اړه بشپړه هڅه کړې، او هيڅکله يې د وران افغانستان لپاره کار نه دی کړی. موږ همدغو ژونديو ثبتونو ته په کتو سره قضاوت کوو چي هند مو دوست، پاکستان مو دښمن دی. کوم افغان چي د پاکستان ملاتړ کوي، هغه د دې وطن  سره لوی خيانت کوي.

له هند سره دي زموږ دوستي زنده اباد وي.

یادونه: دانعکاس ویبسایټ څخه هره خپریدونکې لیکنه دلیکوال خپل نظر دې د ادارې توافق ورسره شرط نه دې.

اداره