د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چي تېره شپه د مرکز ترينکو په ختيځ طرف د وانو په سيمه کي وسله والو مخالفينو پر امنتي پوستو بريدونو کړي.
نایاب وايي چي په تېر دوو شپو کي وسله والو طالبانو پر دغه پوستو دوامداره جګړه کړي ده.
د ناياب په خبره په دې نښته کي ۷ وسله وال مخالفين وژل سوي او ۶ نور ټپي سوي دي.
هغه وايي په دې نښته کي پوليسو ته مرګ ژوبله نده اوښتې اودوي د تياري په حال کي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.