چارواکي:دکورونو دتالاشۍ په پلان کې بهرني ځواکونه نه دي شامل

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د بهرنیو ځانګړو ځواکونو له خوا د کورنو د تلاشي خبره ردوي او وايي چې دا به یوازې افغان ځواکونه تر سره کوي.

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د کورنو په تلاشۍ کې د امریکايي ځواکونو د ګډون په تړاو د واشنګټن پسټ ورځپاڼې راپور ناسم بولي وايي چې په هېڅ وجه به دغه ځواکونه په دې چارو کې ګډون ونه کړي.

واشنګټن پُست ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې له دې وروسته به امریکايي ځانګړي ځواکونه په کابل ښار کې د شپې عملیات کوي او کورنه به تلاشي کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت تیره ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې د شپې عملیات نه کېږي او شکمن کورنه به هم یوازې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تلاشي کېږي.

نوموړي زیاته کړه:له هغو سیمو چې استخباراتي راپورنه ترلاسه شي، هغه سیمې به تلاشي کېږي، په دغه پلان کې امریکايي ځواکونه شامل نه دي، یوازې ملي پولیس، ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونه به په کې ګډون ولري.”

په کابل کې تر خونړیو حملو وروسته، امنیتي بنسټونو پر یو هر اړخیز امنیتي پلان کار پیل کړ چې د موانعوو جوړول، د سیارو سکنرونو نصبول، د مشکوکو کورونو پلټل یا تلاشي کول او نور موارد په کې شامل وو.