چارواکي: د کابل پر وزیر اکبرخان لګېدلي راکټ کوم ځاني زیان نه لري

د کابل ښار پر وزیراکبرخان مېنه تېره شپه راکټ ولګېد.

د راپورونو له مخې، دا راکټ د اماني لېسې شاته لګېدلی دی،له دې پېښې سره سم د امریکا سفارت د خطر زنګ وواهه.

تر اوسه پورې د دې حملې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د کابل پولیسو تېره شپه وویل چې زیان نه دی پېښ شوی.