چپرهار ولسوالۍ کې ۳۰ لوی او واړه کلي د وسله والو له شتونه پاک شوي

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر د مالوماتو په اساس چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال په تیرو پنځلسو ورځو کې ددغه ولسوالۍ ۳۰ لوی او واړه کلي د وسله والو طالبانو او داعش ډلې له شتونه پاک شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عملیات د ملي اردو، ملي پولیسو، عامه امن، عامه نظم او سرحدي ځواکونو له لوري مخې ته وړل کیږي چې ولسي پاڅونوال او سیمه ایز پولیس یې ملاتړ کوي.

په خبر پاڼه کې دا هم راغلي چې د عملياتو پرمهال نيول شويو سيمو کې د تازه دمو ځواکونو نوې پوستې جوړېږي او همدارنکه په دغه عملیاتو کې ۱۵کړۍ ماینونه او لس میله سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.