ژوند لوبه ده! څنګه کولی شو دا لوبه وګټو؟

ژباړن: عبدالله ریحان

سمه ده راځئ چې له ژوند څخه لوبه په لاندې سپارښتنو وګټو

د ژوند لرلید مو ولرئ.

د چا په پله پل ایښودل غواړئ؟

د هغه کس ځانګړنې څه دي؟

ستا خوبونه څه دي؟

ستا موخې څه دي؟

ستا غوښتنې څه دي؟

ژوند کې مو چیرې تګ کول غواړئ؟

د ژوند په پای کې به مو ارزښتمن شیان څه وي، چې کله شاته وګورئ او ووایئ،  وخ! ما ژوند کړی دا هغه شیان و چې ما یې مانه ومونده. دا هغه څه و چې زه یې په اړه ډیر خوښ وم او غوښتل مې چې دا ډول کس واوسم.

دا د ژوند ښه لرلید دی. په هر څه فکر وکړئ، چې له ژونده یې غواړئ. د هغه څه په اړه چې قرباني یې په عوض کې منئ او هغه څه چې په ژوند کې یې تجربه کول غواړئ.

له ډیرو خلکو به دا واورئ، چې زه د ځان لپاره لرلید نه لرم.

ښه! لرلید ځمکه نه ده، چې د کور شا او خوا ته لاړ شې د چکر پر مهال سندرې واورې او غواړې چې هر څه به خپله روښانه شي، مګر بیداري، لیوالتیا او ډیر کار او مبارزې ته اړتیا ده.

کاغذ او قلم را واخلئ لاندې پوښتنې له ځانه وپوښتئ.

د ژوند لپاره زما لرلید څه دی؟

زما ژوند باید د چا په شان او څه ډول وي؟

په نړۍ کې په کوم کار کې برخه اخیستل غواړم؟

زه څه ډول اړیکو ته اړتیا لرم؟

پاسنۍ پوښتنې هر اړخیزې څیړنې ته اړتیا لري، که ځواب ورکول درته ګران وي، مشکل نه شته! نړۍ نوره تجربه کړئ،  د نړۍ د بیلابیلو برخو لیدنه وکړئ، په ټولنه کې له خلکو وپوښتئ چې د لاس ته راوړنو راز یې څه دی. دا سفر پیل او لټونکي شئ چې ستاسو لرلید به څه وي؟

دا د هغه کس په اړه دي چې تاسې هره ورځ هڅه کوئ چې د هغه په شان واوسئ.

ما (لیکوال) ډیر وخت داسې فکر کوو، چې زه ډیر حاضر واوسم؛ ځکه چې زه نه وم. زه د دې قابل نه وم چې د شا او خوا خلکو احوال ولرم او واخلم. په خپلو احساساتو او افکارو مې پوه شم، ددې وخت بشپړه جادو تجربه کړم. ما ویل چې لرلید لرم، زه باید حاضر کس واوسم  زه باید د خپل ځان نظم یانې ډسپلين ته پام وکړم او له ځانه داسې وپوښتم چې زه اوس د څه په اړه فکر کوم؟

څه احساس کوم. ایا زه په دې شیبه کې یم؟ ایا زه د دې شخص سره یم؟ دا داسې ډسپلین و چې ما د هغه کس پر وړاندې را منځ ته کړ او دا ډول شخص یې جوړ کړم.

په ځان باور ولرئ او د خپل توان په اندازه د کار ټاکنه وکړئ.

ځینې خلک پر ځان باوري نه دي، د دوی موخه باید پر ځان باور وي. پر ځان باور تاسو ته اجازه درکوي چې تاسې نامالوم ځای ته تللي یاست، د نا مالومتیا او شک احساس درسره ملګری دی، ددې ټولو سربیره بیا دا ووایئ چې زه باید د حللارې ولټوم.

په ژوند کې باید موږ په دې باوري واوسو چې زه یو څوک یم، وخت، انرژي، تمرکز او سرچینې د ارزښت وړ او پوهیدل ورباندې لازمي دي. نو بې له اخره د وخت په تیریدو سره به موږ وکولای شو چې علم، مهارتونه، وړتوب او د بریا په سیمه تسلط پیدا کړو. کافي وخت سرښندنه او هڅو سره موږ راسیدلای شو.

‌روښانه سهار مو په انتظار دی، خو دغه سهار ته مو لار له ستونزو ډکه ده.

کله مو چې د ژوند ناوړه توپانونه و ځاپي دا جملې له ځان سره ووایئ:

ته پوهیږې، څه؟ اوس ډیر ډارونکی دی، ډیره ناوړه ننګونه ده؛ مګر زه به د حللاره ولټوم.

دا ښایي اسانه نه وي.

دلته به سختي، مبارزه او ناهیلي وي.

نور خلک به ټګان وخوري؛ مګر زه یې باید پر وړاندې مبارزه وکړم.

زه باید زده کړه ترې وکړم او له دې لارې به پر مخ ولاړ شم.

زه به یې په وړاندې ځم؛ ځکه هغه روڼ سهار لرم چې له ځان سره هغه پرمختګ لري چې زه یې له ډیره وخته په تمه یم. زه به دوام ورکوم.

په مبارزه کې مو سمون او نوښت راوړئ، ځکه تاسي ستاسو په فکر او زړه پوهیږئ. ستاسو د ستونزو ځواب پیدا کړئ. تاسو به ضرور د ستونزو ځوابونه پیدا کوئ، لکه څنګه مو چې د وخت سره له نورو خلکو زده کړه کړې. ته به دا ډاډ تر لاسه کړې لکه څنګه د چې د ستونزو سره مبارزه کړې.

وړشئ چې ستاسو پوهې، مهارتونو او وړتیاوو، خپل استعداد او په ژوند د تسلط درلودلو ته وده ورکړئ.

د یو عالم وینا ده: وړتیا له زړورتوب څخه تر لاسه کیږي

نو هر مثبت نوښت به ستاسو په ژوند کې هله راځي چې پر ځان مو باور ولرئ د ستونزو سره مبارزه او وخت ورته ولرئ.

تفریح وکړئ او خپلې هیلې تعقیب کړئ

کله چې تاسو د خپلو هیلو لرلید لرئ په دې سفر کې تفریح وکړئ. حتی کله چې تاسې د روانیدو توان نه لرئ، په ستونزو کې وئ، له داسې کس سره معامله چې تاسې یې نه خواښوئ او هر څه چې تر لاسه کوئ دا جمله له ځان سره ووایئ، چې زه باید تفریح را منځ ته او حالاتو ته خوښي راوړم، زه باید د موقع په تمه نه شم باید موقع خپله ځان ته جوړه کړم. له ژوند څخه په هره طریقه خوند اخیستل، تفریح کول، خوشحاله اوسیدل ستاسو د ټینګې ارادې سبب کیږي. هڅه یې وکړئ.

زه (لیکوال) په سوداګرۍ کې ځینې وخت په ډیرو کړکیچنو حالاتو کې راګیر شم؛ کله چې لویې پرېکړې زما پر اوږو وي. په دې وخت کې زما تصمیم دا وي چې دې حالاتو ته خوښي راوړم، زه باید دې تیارو ته رڼا راوړم.

ځینې وخت دغه تورې تیارې مې په شک کې اچوي، زما  ژوند د ځنډیدو او انخراف وخواته د تګ احساس راکوي، خو دا زما پرېکړه ده چې زه به د چا په کیسه کې نه شم، زه چې څه کوم په خوښۍ سره به یې پای ته رسوم او خپل خوبونه به په رښتیا بدلوم، ځکه دغه کار زما ژوند ته اجازه ورکوي چې په کافي اندازه انرژي واخلي، دا په بخت پورې تړلي څه نه دي. په هر ډول حالاتو کې د تفریح راوړل ډېسپلین دی.

زغم لرونکی او مبارز اوسه

ارام اوسه! ژوند ښایي په هغه اندازه زر تیر نه شي؛ لکه څنګه یې چې ته غواړې. ځان ته د زغم او ښه کار کولو توان ورکړئ، دا ښایي ډیر وخت ونیسي. ډیر خلک ځانونه له ماتې سره مخ کوي ځکه د ژوند په دغه سفر کې بیړه کوي. زه (لیکوال) فکر کوم چې د بشریت تر ټولو بدې اړیکې دا دي، چې په ډیره بیړه امتیازات غواړي او د اوږده سفر کول، هڅې کول او د ستونزو د ګاللو حق ځان ته نه ورکوي.

زه په ارامه مبارزه او د خپلې هڅې درناوی کوم. ځکه زه پوهیږم چې دا به داوام کوي، خو زه زغم لرم که چیرې ډسپلین مراعت کړم او د هغه څه په اړه مې تمرکز زیات کړم چې د ځان، ژوند، سوداګرۍ او خلکو ته ښه او مهم وي، نو د وخت په تیریدلو او زغم لرلو سره به پوه شم چې ګټونکی کیږم.

تاسې پوهیږئ چې ما مسلک ته د ورتګ نه مخکې څومره مالومات راټول کړل؟ او په څومره ستونزمنو پړاونو کې مبارز پاتې شوی یم؟ راز یې دا دی چې ما صرف ځان ته د زده کړو اجازه ورکړې ده. که غواړئ زده کړه وکړئ نو باید زغم ولرئ. تر ټولو مهم ټکی دا دی چې مبارزه وکړئ. هر څه ته د ښه کیدلو لپاره وخت ورکړئ. خلکو ته اجازه ورکړئ چې ستاسو په غوښتنو، هیلو او د تمرکز سره موفق شي.

تاسې تم کیدونکي نه یاست په خپل عمل سره مو ټینګار ته دوام ورکړئ. سولییزه جګړه وکړئ، مخ پروړاندې د تګ هڅه وکړئ. تاسې دا باید ومنئ چې اوس هر څه ته اړتیه ده، مګر دوامدار ګامونه واخلئ. د عمل سره ټینګار عادت کړئ. دا باید د ژوند ښه قانون وګڼئ، د هغه څه په لټه کې شئ چئ غواړئ یې، ستاسو د هڅو ځنډیدل به دوامدار نه وي، مګر دا به د موقتي د افکارو ګډوډي وي.

د هغو درناوی وکړئ چې ورته لوبه لوبوي.

موږ ټول د ژوند لوبه لوبوو، په دغه لوبه کې د غوره کارونو د کولو په لټه کې یو تر څو د دغې لوبې ګټونکي شو. د خلکو درناوی او مینه نه یوازې زمونږ د خوشالیو او د خلکو سره د ښو اړیکو په ساتلو کې مهمه ده، بلکې دا زموږ د برخلیک او د ژوند د هرې ورځې د تجربې لپاره مهمه ده. زما (لیکوال) مینه د خلکو سره زما قانون دی. زه د خلکو سره د مینه کولو نه سپیڅلې انرژي اخلم او د لا پراخیدو په هڅه کې یم، ځکه زه ځان د ډیر زغم څښتن وینم او د ټول بشریت لپاره ښه نظر لرم او د پراخیدلو هڅه یې کوم.

زه فکر کوم چې دا تر ټولو مهمه ده چې د درناوي وړ خلکو درناوی وکړو. موږ باید دا وزغمو چې دوی خپل ژوند څه ډول پر مخ وړي، اجازه ورګړئ چې خپل نظریات څرګند، خپل شعور وپیژني ، خپلې تجربې و ازمایي او د خپلو اصولو پیروي وکړي.

ځکه د یو بل زغمل، پوهول، همدردي، انسانپالنه او مهربان اوسیدل مو ژوند لا ذوقمن او ښایسته کوي. د یو او بل درناوی غوره اړیکه ده، چې موږ ته د انسانیت احساس راکوي.