کابل ښار کې ځانمرګي بريد ۴۸ کسان وژلي او ۶۷ نور ټپيان دي

د کابل پولیس وايي، چې پرون له غرمې وروسته په څلورو بجو د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې د موعود په نوم د یو روزنیز مرکز په دننه کې يو ځانمرګی برید شوی.

د کابل پولیسو د رسنیو د چارو سلاکار حشمت الله ستانکزی وايي، د ښار لوېدیځ دشت برچي سیمې یوه خصوصي ښوونځي ته ځانمرګی بریدګر ننوت او د درسي ټولګي منځ کې یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول.

په دې پېښه کې ډېر وژل شوي هغه زلمي دي، چې په دغه ښوونیز مرکز کې پر زده کړو بوخت وو.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. وسله والو طالبانو ویلي، دوی دغه برید نه دی کړی.