کره پښتو به څنګه لیکو؟

د یاګانو د استعمال ترڅنګ د (ځ) او (ز) په استعمال هم خبرې کوو.

په پښتو ژبه خبرې کول اسانه دي ، خو لیکل یې یو څه ستونزمن دي . دا ځکه چي په پښتو کې څو ډوله (یې ګانې) شتون لري چې د هغوی بې ځايه کارول دلیکنې مطلب اړوي . نه یواځې په لوستلو کې ستونزې را منځ ته کوي بلکې د مطلب مانا هم اړوي د دې لپاره چې په لوستلو کې ستونزې را منځ ته نه شي او د مطلب مانا د لیکونکي د ذهن سره برابر ولوستل شي، ډېره زیاته اړینه ده چې هره (ی) پر خپل ځای و کارول شي ،چې په دې ترتیب به د مضمون ارزښت لا زیات لوړ شي .

په پښتو کي پنځه یې ګاني شتون لري چې هغه دا دي

نرمه ــ جمع ــ اوږده ــ لکۍ داره ــ امریه

ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ

 

لمړی نرمه (ی (

د نارینه نومونو لپاره ،په صفتونو او کار کولو (فعل) کې په پورته آوازکارول کیږي لکه

سړی ، سوټی ، دبلی ، منګی ، ګلالی ،بچی ، زمری ،لوی ، نری ، لالی ،خټکی ، کابلی ،کندهاری ،هراتی ، مزاری او داسی نور

 

دوهم جمع ( ي (

په صفتونو ، کار کولو (فعل) او نارینه جمعي نومونو کې په ښکته آوازکارول کیږي لکه

سړي ، سوټي ، منګي ،نري ، خټکي ،تللي دي ، رابه شي ، راځي ، ځي ، خوري ، چښي ،

کالي ، خپلوي ، دوستي او داسی نور

 

دریم اوږده ( ې (

په ښځینه نومونو او صفتونو کې په اوږد او پورته آواز کارول کیږي لکه :

شلومبې ، پټاټې ، ادې ، مستې ، شیدې ، خورې ، ځې ، راځې ، و لاړې ، لنډې ، کږې ، پستې ، زیږې ، خوږې ، ورستې ، او داسې نور

 

څلورم لکۍ لرونکې ( ۍ (

په ښځینه (مونث) نومونو کې په لږ اوږد آواز کارول کیږي لکه

هګۍ ، بګۍ ، ډوډۍ ، نجلۍ ، سپوږمۍ ،هیلۍ ، ګلالۍ ، نتکۍ ،جلبۍ ، خوارکۍ ، خورکۍ ،کندهارۍ ، کابلۍ ، هراتۍ ، مزارۍ او داسي نور

 

پنځم امریه ( ئ ( :

په جمع فعلونو او نارینه کارکونکي نومونو کې کارول کیږي او په امر کې هم کارول کیږي لکه

ښوونکئ ، ځغستونکئ ، را تلونکئ ، خوړونکئ ، ژړیدونکئ ، او رونکئ ، ګورئ ،اورئ ، ځئ ، راځئ ، حساب ور کوئ ، حساب اخلئ ، حساب مه منئ ،کېنستئ ، ولاړئ ، راغلئ او داسی نور

ځ:

ددې توري اواز د(ز) په پرتله لږ او ثقیل او دروند دی، باید له (ز) څخه یې توپیر وشي. ځینې لیکونکي د(ځ) او (ز) توپیرته پاملرنه نه کوي هغوی فکر کوي چې هر ځای (ز) وي هغه (ځ) لیکل کیږي مګر داعقیده ناسمه ده، (ځ) خپل ځای لري او (ز) خپل.

په ځینو پښتو کلمو کې د(ځ) لیکل ډېر اړین دي، لکه:

)ځان، ځنډ، ځنګل، ځوان…) او داسې نور……

په پښتو کې ځینې کلمې شته، لکه (ځه) چې دتللو امر دی او په پښتو(ځ)سره لیکل کیږي، که دا د امر فعل په دابله (ز) ولیکو،نو (زه) دمفرد متکلم شخصي نومځری(ضمیر)ترېنه جوړیږي اومانا یې تغیر کوی.

همدا ډول (ځوړ) چې دمخکته په مانا دی که په (ز) باندې ولیکو د (زوړ) سره چې دکهنه په مانا دی ورته والی پیداکوي.

)ځ) دپښتو په پخواني رسم الخط کې ډېر استعمالیده اوس یې په ځینو لغاتو کې ځای(ز) نیولی دی، لکه: (زما، زغمل، زوی، زمری…) او داسې نورپه اوسنۍ املأ کې (ځما، ځغمل، ځوی، ځمری) لیکل معیاري او هم کره نه بریښي.

لنډه داچې ددې دواړو تورو (ځ، ز) په وینګ(تلفظ) کې دومره ډېر توپیر نشته چې هر څوک پرې پوه شي او دیو کلي قانون لاندې راشي، خو سره ددې هم په هغو کلمو کې یې لیکل اړین دي چې که هغه په (ز) ولیکل شي نو دبل لغت مانا سره التباس پیداکوي. لکه: (ځړیدل) دزوړندیا اویزان شدن په مانا او (زړیدل) دکهنه شدن په مانا، که د(ځ) او (ز)توپیر په لیکلو کې په پام کې ونه نیول شي دمانا التباس رامینځته کوي، په همدې ډول داسې نورې کلمې.

د(ځ) پښتو توري دلیکلو په اړه یوه قاعده په نسبي ډول به د تطبیق وړوي شته، هغه داده چې:

کوم کلمات چې په فارسي کې په(ج) ویل کیږي او په پښتو کې په (ځ) نو هلته باید همدغه پښتو (ځ) ولیکو،لکه:( ځوان، ځان، ځنګل) او داسې نور

او یوه بله خبره هم زیاتوم هغه دا چې باضې خلک اوس هم نا سمې املا ته ترجح ورکوي او حال دا چې دغه املا په نړیواله سیمه کې نه تر سترګو کیږي.

ملګرو زه تعصب کونکی نه یم خو دومره وایم چې پښتو باید د نورو ژبو سره توپیر ولري لکه مثال

بعضې د عربي فلهال افاض دی نو ولې اوس په کره پښتو کې په همدې انداز راشي یانې اوس باید بعضې او لیکل شي

بل معلوم ولې اوس په پښتو کې مالوم او نه لیکل شي

همداسې نور هم ډېر زیات الفاظ دي چې زموږ ملګري یې د خپلو یو څو پوهانو د تقلید د وجحې نه په عام معیار غلط الفاظ پښتو ته منصوبوي او حال دا چې پښتو یو ځانګړی ترتیب لري.

#کاپي