د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه ټېسټ لوبه د انګلستان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
انګلستان لوبډلې په دې لوبه کې خپل لومړي وار توپ وهنه کې په ۲۷۷ منډو اوټ شوه او دویم ځل یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۱ منډې وکړې.
ویسټ انډیز لومړی په ۱۵۴ او دویم ځل په ۲۵۲ منډو وسوځېده، چې په دې سره یې لوبه انګلستان ته د ۲۳۲ منډو په کمښت وبایلله.
د انګلستان لپاره مارک اووډ په دې لوبه کې ټولې ۶ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
که څه هم دا لوبه انګلستان لوبډلې وګټله، خو د دې درې ټېسټ لوبو لومړۍ دوه یې ویسټ انډیز لوبډلې ګټلې وې او اتلولي یې له وړاندې په خپل نوم کړې وه.
د ټول سیریز غوره لوبغاړی ویسټ انډیزی کیمار روچ وټاکل شو.
نصرت الله عمرزی