کرکټ: د انګلستان او استرالیا ترمنځ د اشیز سیریز دویمه لوبه مساوي شوه

په اشیز سیریز کې د استرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه کې په لومړي وار توپ وهنه کېانګلستان ۲۵۸ منډې وکړې.

استرالیا لوبډله خپل لومړي وار توپ وهنه کې په ۲۵۰ منډو اوټ شوه.

انګلستان دویم وار توپ وهنه کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره بیا ۲۵۸ منډې وکړې او استرالیا لوبډلې ته یې د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ.

استرالیا لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۴ منډې کړې وې، چې د لوبې ټاکلې ورځې پوره او په مساوي توګه پای ته ورسېده.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې استرالیا انګلستان ته په ۲۵۱ منډو ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې درېیمه لوبه یې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۲مه نېټه پېل شي.