د استرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه ټېسټ لوبه سبا پېلیږي.
د داوړو لوبډلو ترمنځ په روان اشیز سیریز کې لومړۍ لوبه استرالیا لوبډلې د ۲۵۱ منډو په توپیر ګټلې وه.
دویمه لوبه یې د مساوي پای ته رسېدلې او درېیمه لوبه یې سبا د افغانستان پر وخت دوه نیمې بجې پېلیږي.
دواړه لوبډلې به په روان اشیز سیریز کې پنځه ټېسټ لوبې ترسره کړي، چې دوه یې شوي او درې پاتې دي.