د درې هیوادونو ترمنځ دغه سیالۍ د نیو زیلینډ او استرالیا په کوربه توب روانې دي او انګلستان لوبډله هم پکې ګډون لري.
د استرالیا او نیو زېلینډ په کوربه توب د درې هیوادونو استرالیا، انګلستان او نیو زېلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه کرکټ سیالیو سیریز روان دی.
د دې سیالیو په څلورمه لوبه کې نیو زېلینډ لوبډلې انګلستان ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې نیو زېلینډ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۹۷ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې لوبډلمشر کین ویلیمسن ۷۲ او مارټین ګپټل ۶۵ د پام وړ منډې وکړې.
انګلستان لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې ۱۸۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۲ منډو په توپیر وبایلله.
د دې سیالیو په دوام به پنځمه لوبه کې د جمعې په ورځ ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقي نیو زیلینډ کرکټ ملې لوبډله د استرالیا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
نصرت الله عمرزی