د ایسيسي له خوا د ښځو د نړیوال جام په پایلوبه کې د انګلینډ لوبډلې د هندوستان هغې ته په نهو منډو ماتې ور کړه او د ۲۰۱۷ کال د اتلولۍ جام یې پخپل نامه کړ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه په لارډز لوبغالي کې تر سره شوه.
لومړۍ توپوهنه د انګلینډ لوبډلې وکړه چې هندۍ سیالې ته یې د ۲۲۹ منډو هدف ور کړ.
د هندوستان لوبډلې ونه شو کولای یاد هدف تر لاسه کړي او ټوله لوبډله یې د ۲۱۹ منډو په جوړېدو وسوځېده.
د انګلینډ لوبډلمشره هیتر نایټ وايي، دا تاریخي بریا یې په سختۍ تر لاسه کړې ده:
“د هندوستان ګټې ته لس منډې پاتې وې، کله چې له موږه د هغوی کیچ ولوېد، ومې ویل نړیوال جام مو له لاسو ووت، خو زموږ توپغورځوونکې انیا شربشول څو ویکټې واخیستې چې زموږ بریا یقیني شوه.”
د انګلینډ لوبډلمشره وايي، دا تاریخي بریا یې په سختۍ تر لاسه کړې ده
په دغه سیالۍ کې د هندوستان توپ اچوونکې “جولان ګوسوامي” هم ښه توپونه واچول. ټولټال یې ۳۰ منډې ور کړې، ۳ ویکټې یې واخیستې او ۳ اورونه یې داسې وو چې منډې پې جوړې نه شوې.
انګلینډې توپ اچوونکي “اینا شربسول” وايي، دا ډېره په زړه پورې سیالي وه، یو وخت خو داسې و لکه لوبه چې وبایلو، خو زموږ د لوبډلې ځانګړنه دا ده چې په هر ډول شرایطو کې همت نه بایلو.
دا سیالي د ښځو کریکټ په تاریخ کې نه هېرېدونکې وه. د ښځو نړیوال جام په پایلوبه کې کله هم لوبغالی له نندارچیانو نه و ډک شوی، خو دا ځل لا د لوبې پیل ته ورځې پاتې وې، خو ټکټونه پلورل شوي وو.
که ووایو چې دا به لومړی ځل و چې ښځینه کریکټ لوبغاړو د دومره نندارچیانو په شتون کې لوبه کوله، نو مبالغه به نه وي.
دا څلورم ځل دی چې انګلینډ لوبډله د ښځو کریکټ د نړیوال جام اتلولي تر لاسه کوي.
د لوبې د پیل لومړۍ ټالۍ ۱۰۵ کلنې الین ایش ووهله، هغې د انګلینډ ښځو لوبډلې د ۱۹۷۳ کال جامې اغوستې وې.
د انګلستان د کریکټ لوبغاړې “ریچل فلنټ” لور “بین فلنټ” بیا د لوبې د دویمې نیمايي د پیل ټالۍ و ټنګوله.
د “ریچل فلنټ” د هڅو پایله وه چې په ۱۹۷۳ کال د ښځو د کریکټ د نړیوال جام لومړني سیالي تر سره شوه.
په لومړي ځل د ښځو کریکټ لوبې لیدو لپاره له راغلیو نندارچیانو لوبغالی ډک شوی و.