کلتور (فرهنګ) څه ته وایي؟‎

لیکنه: الهام الله بابر

کلتور (فرهنګ) یعنې: پرته د اجازې څخه د کوم شخص یا وګړي انځور یا ویډیو وانخلي.
کلتور (فرهنګ) یعنې: د چا د میاشتني یا کلني عاید چې مونږ پورې هیڅ اړه نه لري باید ونه پوښتل شي، او پوښتل یې عیب هم دی.
کلتور (فرهنګ) یعنې: که چیرې مونږ ته څوک څه خبره یا عکس ښایې نو دریم ګړې باید سترګې ورپرګې نه کړي چې د کتلو کوښښ یې وکړي.
کلتور (فرهنګ) یعنې: د بل شخص خبرو لهجه باید په ټوکو وانخیستل شي.
کلتور (فرهنګ) یعنې: ترهغه وخته پورې چې یو چا سره هم نظر ونه اوسې د ویښتو رنګ، کموالي ډیروالي، کمزوري او چاقوالي باندې نظر مه ورکوئ.
کلتور (فرهنګ) یعنې: کله چې میلمانه مو له کور ووځي د وره د بندول سره سم ورپسې غیبت کول مه کوئ.
کلتور (فرهنګ) یعنې: ملګري مو د نوې ملګري په مقابل کې له یاده مه وباسئ.
کلتور (فرهنګ) یعنې: فاضله مواد د وره یا پر سړک باندې مه اچوئ.
کلتور (فرهنګ) یعنې: د کور دوربین یا کړکې یا دروازې څخه د ګاونډیو څارنه مه کوئ.
کلتور (فرهنګ) یعنې: کله چې چا درته ډالې واخیسته نو د ارزښت یا قیمت پوښتنه یې مه کوئ.
کلتور (فرهنګ) یعنې: د موټر پارک کولو پیسې ورکړئ څخه مه تښتئ.
کلتور (فرهنګ) یعنې: د ترافیکي ټولو قوانینو پابندي باید وکړو.
کلتور (فرهنګ) یعنې: د چا په شخصي چارو کې باید مداخله ونه کړو.
کلتور (فرهنګ) یعنې: شیطانت او خبره وړل باید ترسره نه کړو.
کلتور (فرهنګ) یعنې: د مشرانو باید درنښت او پر کشرانو باید شفقت وکړو.
کلتور (فرهنګ) یعنې: یو بل باید ومنو او میړه او ښځې باید خپلو خبرو ته پاملرنه وکړي.
کلتور (فرهنګ) یعنې: خپل ځان باید لوې ونه ګڼو او همدارنګه خپل تعلیم او پوهه باید پورته پر بل ونه شمیرو.
کلتور (فرهنګ) یعنې: د بل خبرو ته باید غوږ ونیول شي او خبرو نوبت باید هم د پامه ونه غورځول شي.
کلتور (فرهنګ) یعنې: حتی د ورکوټي شخص خبرو ته هم باید غوږ ونیسو.
کلتور (فرهنګ) یعنې: د کور، کوڅې، دفتر پاکوالي ته او همدارنګه د کالو ته کلکه پاملرنه وکړو
د راتلونکو نسلونو دپاره د کلتور لیږد برخه کې تعلیم لرونکي وګړي ښه رول لوبولي شي او همدارنګه د کلتور څخه لریوالي د ټولنې په زیان او تل پاتې بدبختې سبب ګرځي چې د وخت په تیریدو سره په مختلفو لارو هر سړې تګ کوي چې پایله یې د کلتور ورکیدو او بدلون سبب ګرځي. که څه هم کلتور داسې ژر نه جوړیږي د ډیرو قربانیانو او کوښښونو وروسته رامنځته کیږي نو غوښتنه دا ده چې باید کلکه پاملرنه ورته وشي ترڅو ډیر ارزښت لرونکې څیزونه په ټولنه کې پریږدو.