په یاد شوي لاريون کې د کندهار سلګونو اوسېدونکو قومي مشرانو مدني فعالانوګډون کړی وو.
د دغه خوځښت ګډونوالو وویل، چې د سولې د هڅو په وړاندي دې خنډونه نه رامنځته کیږي او نور دي هېواد کې د شخړي د پایته رسېدو لپاره عملي ګامونه واخستل شي.
د پنجشنبې په ورځ د کندهار د شهېدانو څلور لاري نه بيا تر احمدشاهي لوبغالي پوري د سولې د هڅو په ملاتړ يو ستر لاريون ترسره شو.
لاريون د کندهار د سولې د ولایتې دفتر له لوري په لاره اچول شوي او تنظيمونکو يې د جګړې له ښکيلو لورو څخه د اوربند او تاوتريخوالي د پایته رسېدو غوښتنه وکړه.
لاريون کې ځوانانو، مېرمنو، قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون کړی وو.
هغوی هم د سولي د روانو هڅو د ملاتړ ترڅنګ دوحه کې کېدونکې بېن الافغاني خبرو ته هيله مندي وښوده.
لاريون تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندي ترسره شو او پر مهال يې د کندهار مهم واټونه هم د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو.
د کندهار اوسېدونکې داسي مهال د سولې د هڅو په ملاتړ لاریون کوي، چې د قطر غونډي ته د تلوونکي پلاوي سفر هم د ځینو دلايلو له امله ځنډول شوی دی.