کندهار کې وروستي برید سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي

د  هېواد د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د تېرې پنجشنبې ورځې برید سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د دغه بورډ مسؤلین له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه برید کې لسګونه موټر سوځېدلي او د اوښتي زیانونو کچه شااوخوا ۳۰۰ ميلیونه افغانیو ته رسېږي.

ده وویل: د برید پر مهال د کندهار ولایت په ګمرکونو کې لسګونه موټر ولاړ وو چې په کې خوراکي توکي درمل او نور بېلابېل جنسونه بار وو چې له بده مرغه ټول وسوځېدل.

نوموړی د د سوداګریزو چارو د پراختیا او ښې پانګونې په هدف له دولته د امنیت غوښتنه کوي.