کندهار کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

 تېره شپه کندهار کې مېشت د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې شپني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ژوندي نیول شوي دي. د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ اړوند د سپین کیچه په سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي. همدارنګه د دې ډلې یو شمېر موټرې، موټر سایکلونه او بېلا بېلې وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي. د یادو عملیاتو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.