پاسورډ هغه څه دی چې په انټرنیټ کې د کاروونکو اکاونټ د حفاظت ضمانت کوي خو ځینې کاروونکي بیا داسې پاسورډونه کاروي چې د هکرانو لپاره يي غلا کول يوازې د څو ثانیو خبره وي.
د سپیشل ډیټا نومې کمپنۍ هر کال د نړۍ تر ټولو خرابو پاسورډونو نوملړ اعلانوي کوم چې د هکرانو لپاره يي هک کول هیڅ کومه ستونزه نه لري او روان کال هم دغه کمپنۍ د تیر کال شل لکه پاسورډونو معلوماتو ټولولو پر بنسټ د نړۍ ۲۵ تر ټولو اسانو پاسورډونو لیست برابر کړی.
د پاسورډ لیکلو پر مهال کوښښ وکړئ خپلو پاسورډونو کې توري، عددونه او ځینې نښې شاملې کړئ چې دغه ډول پاسورډ هک کول بیا هکرانو ته ناشونی وي.
پام کوې چې انټرنیټ کې په مختلفو پاڼو کې ځان راجستر کولو پر مهال ټولو پاڼو کې یو ډول پاسورډ ونه کاروئ ځکه چې دغه کار د پاسورډ هک کول هکرانو لپاره ډیر زیات اسانه کوي.
د انټرنیټ د برخې کارپوهانو په وینا داسې پاسورډ باید انتخاب کړئ چې حتی په یاد ساتل يي تاسې ته هم ګران وي. هیره دې نه وي چې د اکاونټ هک کولو سره هکرانو ستاسې له کمپیټور څخه ستاسې ټول شخصي تصویرونه او فایلونه غلا کولی شي.
دلته لاندې د هغه ویب پاڼې ادرس مو لیکلی چې تاسې کولی شئ معلومه کړئ چې ستاسې پاسورډ هکران په څومره وخت کې هک کولی شي یا ستاسې د پاسورډ هک کول د هکرانو لپاره څومره ستونزمن کار دی.
ڼوټ: که څه هم د دغې پاڼې په وینا د کاروونکو پاسورډ له ځان سره نه ساتي خو بیا هم تاسې د احتیاط لپاره د خپل پاسورډ پر ځای بل پاسورډ وکاروئ.
https://www.betterbuys.com/estimating-password-cracking-times/
د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال تر ټولو خراب ۲۵ پاسورډونه:
123456
Password
12345678
Qwerty
12345
123456789
Football
1234
Baseball
1234567
Welcome
1234567890
Abc123
111111
Dragon
Master
Monkey
Letmein
Login
Princess
Qwertyuiop
Solo
Passw0rd
starwars