د دغه ولایت امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول فرید دهقان انعکاس ته په خبرو کې وویل تېره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د چپې درې ولسوالۍ په سیدور کلي کې د داعش ډلې د سرې قطعې قومندان قاري ذاهد چې مشهور په پیري دی وژل شــوی او جسد يې هم د افغان امنیتي ځواکونولاس ته ورغلی.
دهقان زیاتوي په دغو چاڼیزو عملیاتو کې افغان ځواکونو یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
د دهقان په خبره په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکوته هیڅ زیان نه دی اوښتې.
هڅاند