کوکا واخلئ! خو د څښلو پر ځاى ترې پاکوالي کې ګټه واخلئ!

کوکاکولا هغه څښاک دی، چې په ټوله نړۍ کې ډېر مصرفیږي، همداراز ویل کیږي له ځان سره ډېر زیانونه هم لري، خو په دې برخو کې ترې ګټه اخیستلی شئ:

۱- کوکاکولا له بدن پرته نورو شیانو لپاره ګټوره ده. مثلآ د موټر تور رنګ پاکولو لپاره، د موټر ځلا لپاره او په هندارو باندې د یخ پاکولو لپاره .

۲- که غواړئ چې په حویلۍ کې شین چمن ولرئ، نو په میاشت کې ورته یو ځل کوکاکولا ورکړئ.

۳- د تشناب او د لاس مینځلو( دست شوی) کاشۍ که زیړې شوي وي، نو کولای شئ په ډېرې اسانۍ سره په کوکاکولا یې داغ لرې کړئ.

۴- که چیرې په دیګ کې پخ شوي خواړه نښتي وي، یا هم چایجوش او چاینکو منګ نیولي وي، همدارنګه نورو لوښو زنګ نیولی وي، نو د تشویش خبره نه ده تاسو کولای شئ، چې د کوکاکولا په وسیله یې پاک کړئ. له کوکاکولا نه د نورو لوښو لا ښه پاکولو لپاره هم کولای شي ګټه واخلئ.

۵- په ۲ لېترو کوکاکولا کولای شئ ټول کمود پاک کړئ.

۶- په کومو کالیو چې ژولې نښتي وي، او نه پاکيږي، په کوکاکولا یې پاک کړئ.

۷- د کوکاکولا په مرسته کولای شئ، چې د ویښتانو حالت یا شکل ته هم بدلون ورکړئ، ویښتان مو لانده کړئ، بیا یې څو دقیقې پریږدئ، چې کوم رقم ډیزاین مو خوښ وي په هغه ډول شکل ورکولی شئ.

یادونه: اوس نو تاسو له ځان سره فکر وکړئ، هغه ماده چې داغونو، زنګ او کلک شوي شیان په ډېرې اسانۍ سره له منځه وړل شي، نو له معدې او هاظمې سیستم سره به څه وکړي؟؟؟