کټرینا او اکشي له تیرو (۷) کلونو راهیسې، ګډ فلم يې نه دی کړی

د هندي سینما وتلي ادکار اکشي کومار او کټرینا کیف پوره ۷ کاله مخکې یواځې دوه فلمونه یوځای جوړل کړل.

له تیرو ۷ کلونو راهیسې، دوې يواځې پرون په یوه غونډ کې سره ګډ سیلفي واخیست.

کټرینا او اکشي کومار دوه فلمونه – نمستی لندن او سینګ ایز کنګ – ګډ جوړل کړل.

داسې اټکل دی، چې دوې دواړه ممکن په نژدې راتلونکې کې په یو ګډ فلم سره کار وکړي.

خو په دې اړه لا ډير جزیات په لاس کې نشته.

کټرینا اوس له سلمان خان سره په ګډ فلم ټایګر زنده هی بوخت ده، چې په ډسمبر کې به خپور شي.

اکشي کومار بیا له سونم کپور سره په (پډمن) فلم کې کار کوي.

بل پلو، د وارن دوان فلم جوړا۲ په ۱۶ ورځو کې ۲۰۰ کروړه هندي پیسې وګټلې.

دا د ۲۰۱۷ کال دریم فلم شو، چې تر ۲۰۰ کروړو پیسې ګټې. له دې وړاندې د شارخ خان ریس او د اکشي کومار ټولیټ فلم تر ۲۰۰ کروړو هندي پیسې ګټلې وي.

په جوړا۲ کې د وارن دوان سربیره، ټاپسي پانو او جاکلین فریننډیز هم کار کړی دی.