د هندي سېنما مشهور ستوری او تر خوا یې د کمېډي خپرونو چلوونکی کپیل شرما بېرته سوني ټلوېزیون ته ستنېږي.
که څه هم له سونیل او خپل ټیم سره له شخړې وروسته کپیل یوازې شوی و او ان دوه ځله یې د ځانوژنې هڅه هم کړې وه، مګر بالاخره دا ټیم بېرته سره یو ځای کېږي او یوه نوې خپرونه پیلوي.
که څه هم سوني یوازې دومره ویلي چې کپیل ور ستنېږي، خو هندۍ رسنۍ لیکي، د کپیل شرما د خپرونې له بندېدو وروسته د هغه نور ملګري هم و نه توانېدل چې یوه ټولمنلې خپرونه وړاندې کړي، نو ځکه یې ښه وګڼله چې بېرته سره یو ځای او خپل کار ته دوام ورکړي.
کپیل شرما په هند سربېره په ټوله نړۍ کې زیات مینهوال لري او د کپیل شرما شو په نوم خپرونه چلوي.
سرخط ورځپاڼه