وتلي کومیډن او د کپیل شرما شو چلوونکي کپیل شرما ویلي، چې ناجویت سینګ سدو يې د لنډ وخت لپاره له خپرونې لرې کړې اما بیرته به خپرونې ته راوګرځي.
کپیل شرما ټول هغه خبرونه رد کړل، چې پکې ویل شوي، سدو د تل لپاره له خپرونې لرې شوی دی.
کپیل شرما وايي، چې سدو به ډير ژر بیرته خپرونې ته راشي.
د کپیل په وینا، پخوا هم ښاغلی سدو د ځینو مصروفیتونو له امله له خپرونې تللی و او اوس هم د همداسې یو کار لپاره تللی، چې بیرته به خپرونې ته راشي.
د کپیل شرما شو (خپرونه) کې وروسته له هغې ادلون بدلون زیات شوی، له کله چې ډاکتر مشهور ګلاټي او ځينو همکارانو يې خپرونه پریښوه.