ګټونکي د بایلونکو پر وړاندې

ژباړه: محمدشبیرحسن زي

ګټونکي تل د ځواب اصلې برخه ده ـ ـ ـ بایلونکي تل د ستونزې برخه ده.

ګټونکي تل یو پلان لرې ـ ـ ـ ـ بایلونکې تل یوه پلمه لري.

ګټونکي وايي: ((پر پږ ده چې درته ترسره یی کړم))ـ ـ ـ ـ بایلوونکې وايي ((دا زما دنده نه ده.))

ګټونکي د هر‌ې ستونزې لپاره حللاره پیدا کوي ـ ـ ـ ـ بایلونکي په هره حللاره کې ستونزه پیدا کوي.

ګټونکي وايي: ((ښايي ستونزمنه وي، خو شونې ده.

ـ ـ ـ ـ بایلونکي وايي: ((ښايي ترسره شي، خو ډیر په سختۍ.))

ګټونکی  چې تیروتنه وکړي وايي ((زما ګناه وه))ـ ـ ـ ـ ـ کله چې بایلونکی تیروتنه کوي وايي: ((زما ګناه نه وه.)) ګټونکي ژمن دي ـ ـ ـ ـ ـ بایلونکي وعده کوي

ګټونکی وايي: ((زه باید یو څه وکړم ـ ـ ـ ـ بایلونکي وايي: ((دا کار باید ترسره شي.)) ګټونکي د ټیم برخه ده ـ ـ ـ ـ بایلونکي  له ټيم څخه بیل دي.

ګټونکي ګټې ویني ـ ـ ـ ـ بایلونکي دردونه ويني.

ګټونکي شونتیاوي ویني ـ ـ ـ ـ بایلونکي ستونزې.

ګټونکي پر ګټه ـ ګټه باور لري ـ ـ ـ ـ بایلونکي باور لري ددي لپاره چې دوی یې وګټي یو بل څوک یی باید وبایلي.

ګټونکي بالقوه ځواک ګوري ـ ـ ـ ـ بایلونکي تیر وخت ته ګوري.

ګټونکي هغه څه ته چې وايي لومړیتوب ورکوي ـ ـ ـ ـ بایلونکي هغه څه ته چې لومړیتوب ورکوي وايي یې.

ګټونکي په ستونزمنو بحثونو کې له ساده کلمو کار اخلي ـ ـ ـ ـ بایلونکي د ساده بحثونو لپاره سخت توري کاروي.

ګټونکي ارزښت لرونکو کړنو ته ژمن دي، خو لږ ارزښت لرونکي هم له یاده نه وباسي ـ ـ ـ ـ بایلونکي پر بي ارزښته شیانو ټینګار کوي، خو ارزښت لرونکي تري پاتې وي.

ګټونکي د زړه سوي پر فلسفه باور لري ((څه شی چې ځانته نه غواړي، د نورو لپاره یي هم غوره نه ګڼي.)) ـ ـ ـ ـ بایلونکي بیا له دې فلسفې پیروي کوي:((نورو ته زیان ورسوه، وړاندې له دې چې هغوي زیان درته ورسوي.))

ګټونکي ځان ته خوښي پیدا کوي ـ ـ ـ ـ بایلونکي غواړي چې بل څوک خوښي ور کړي.

ګټونکي پلان جوړوي او د بریالیتوب لپاره چمتووالی

دی.

د ګټلو لپاره اړتیا وړ پړاوونه

که ماتې وخورئ ښایي ناهلیي شئ، خو که هڅه و نه کړئ حتماً له ماتې سره مخ کیږئ.

بورلي سیلز

۱. په مثبتو مواردو پسې  هڅه وکړئ.

۲. دا مو عادت کړئ چې کارونه مو همدا اوس ترسره کړئ.

۳.  پر شته نعمتونو شکر وباسئ.

۴. د ځان لپاره باید د زده کړو دومدار پروګرام ولرئ.

۵. پر نفس مثبت باور رامنځته کړئ.

۶. هغه کار سره باید مینه ولرئ چې ترسره کوی یې.

۷. ورځ مو پر مثبتو کارونو پيل کړئ.