۱۰ هغه شیان چې همدا اوس ستاسو بد حالت ښه کولئ شی

دا منلی حقیقت دی چې پرمختللی ژوند که څه هم اسانتیاوې لري، خو دا هم باید ومنو چې ځينې وختونه د فشار سره مخ کیږو او باید پر وړاندې یې مبارزه وکړو. دلته هغه لس ټکي درته روښانه کوو چې که تاسې یې عملي کړئ، خپل ژوند ته پرمختګ ورکولی  شئ.

لومړی: لیکل وکړئ

د احساساتو د معلومولو لپاره یوه اسانه لاره د قلم او کاغذ ملګرتیا ده. که تاسې قلم او کاغذ له ځان سره لرئ، نو له ډېر فکر او اندېښنې پرته په لیک پېل وکړئ. د دې اندېښنه مه کوئ چې لیکنه مو ګرامري تېروتنې او نیمګرتیاوې لري. دلته مهمه خبره دا ده چې تاسې خپل احساسات په لیک پاڼه کې څرګند کړئ.

دوهم: د باندې ولاړ شئ

که تاسو هره ورځ په کور کې ناست یاست؛ یا په دفتر کې کار کوئ، نو ممکن ستاسو د زړه تنګۍ سبب وګرځي، که تاسې د ټولنې له وګړو سره ناسته پاسته او ملاقات ته وخت ورکړئ، تاسو کولی شئ چې په دې کار سره مو خپل مزاج (طبېعت) خوشحاله کړئ. پارک او تفریح ځایونو ته چکر وهل ستاسې روح ته خوښي وربښي.

دریم: له هغه خوړو ګټه واخلئ چې ستاسې صحت یې غواړي

که تاسې هر ډول خواړه خورئ، ممکن تاسو له ځينو ناروغېو سره مخ کړي. مریضانو ته ډاکټران د خپلو لارښوونو اړوند خواړه ښيي چې باید ویې خورئ، او له ځینو خوړو یې منع کوي چې باید ځان ترې وساتئ. دلته هم تاسې باید له هغو خوړو استفاده وکړئ چې ستاسو صحت ته تاوان ونه رسوي. تاسو هر یوه ته ددې تجربه شته چې باید څه ډول خواړه وخورئ، ځکه مناسب خواړه خپله انسان ټاکلی شي.

څلورم: یو ملګري ته مو زنګ ووهئ

اړیکې او ارتباط د ټولنیز ژوند غښتلې سرچینه ده، ځکه پرته له اړیکې او رابطې موږ نشو کولی خپلې ستونزې، د کور، کلي مسلې او ځينې نور دودونه وپالو. که تاسې د اړتیا پر مهال کوم ملګری له نږدې ونه موند، خپل موبایل مو راوخلئ او هغه ملګري ته مو زنګ ووهئ چې تاسو پرې باور کوئ. که تاسې له باوري ملګرو سره اړیکې ونه ساتئ، دا ستاسو چارې غېر منظمې کولی شي.

پینځم: منځګړیتوب غوره کړئ

که تاسې د یو آرام فکر خاوندان یاست، نو د مراقبت په جریان کې باید منځګړیتوب غوره کړئ او خپل ځان بې پرې ثابت کړئ. رقابتیزې سیالۍ او ستونزې په داسې پرېکړې لاسلیک کړئ چې حق ته مایله او بیا یې پایله ستاسو شخصیت زیانمن نه کړي او دا کار یواځې ستاسو په فکر او عقل پورې تړاو لري.

شپږم: ژوي وساتئ

که څه هم ګډ او ټولنیز ژوند د څاروېو ساتنې او پالنې ته اړتیا لري او دا کار د ځینو کورنېو لپاره ممکن سخت او ناشونی اوسي، خو له پلوه څېړنو ښودلې ده چې د څارويو ساتنه ستاسو ژوند رنګینولی شي؛ ځکه د څاروېو ساتل که څه هم اقتصادي ګټې لري له بله پلوه له تاسو به هغه څه هير کړي چې تاسو يې په اړه اندېښمن ياست..

اووم: د نوښت په لټه کې اوسئ

که تاسې مخته تګ غواړئ؛ نو باید نوښت وکړئ. نوښت ستاسو روحیه او هوډ لا قوي کولی شي، که تاسې خپل فعالیتونه په نوښت بدرګه کړئ، دا چاره ستاسو کړنې عالي او مثبتې ارزولی شي.

اتم: تمرین (ورزش) وکړئ

 

که غواړئ د یو ښه صحت درلودونکي اوسئ، نو ورزش ستاسې لومړۍ درملنه ده. ځغاسته، سینه کشي، کرېکټ، فوټبال، ولیبال او داسې نورې لوبې ستاسو د روغتیا او ساعت تېرۍ لپاره ښې لوبې دي.

نهم: له نورو سره مرسته وکړئ

که تاسې د سرک په سر بې کوره (مسافر) ولیده، هغوی ته خواړه او چای ورکړئ، ښه چلند ورسره وکړئ، دا کار د مهربانۍ او انسانیت پالنه ده. له نورو سره مرسته کول ستاسې شخصیت روښانه ثابتولی شي.

لسم: خپل ډېر وخت په بریښنایزو وسایلو مه بوختوئ

تاسو یوازې وخت ته اړتیا لرئ؛ ترڅو خپلې چارې په ښه او منظم ډول مخته یوسئ. که تاسې خپل ډېر وخت په بریښنایزو وسایلو تېروئ، دا ستاسو په زیان تمامېدلی شي. که خپل ګرځنده (ټيلیفون) او انټرنټ زیات وکاروئ، د نورو مهمو کارونو مو مخه ډب کولی شي.

نو څه ته په انتظار یاست؟ نن ورځ دغه لارښوونې عملي کړئ ترڅو د خپل چلند ښه والی ومومئ.

ژباړه: شهنواز (شینواری)