۱۶ هغه لارښوونې چې د بریا تر بریده مو رسوي

ژباړه: حضرت عثمان نوري

پر ځان سخته تېرول، بې خوبه کېدل او نا ارامي زغمل د بریالېو خلک ښکاره ځانګړنې دي؛ ددې لپاره چې تاسې هم د بریا په پُل واوړئ، نو لازمه ده چې لاندې لارښوونې په عمل کې راولئ.

لومړی: له ډېر انټرنټ کارولو ډډه وکړئ.

دوهم: هره ورځ پینځلس دقېقې د پلان په طرحه کولو مصرف کړئ.

دریم: خپل ورځنی ژوند په خپل محلي دود سینګار کړئ.

څلورم: شکایت مه کوئ او له کاره مو راضي اوسئ.

پینځم: هره ورځ له ۳ تر ۶ مهمو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ.

شپږم: دا زده کړئ چې له یوازېتوب څنګه خوند واخلئ، ددې جملې موخه دا ده چې د وخت په تېرېدو سره ممکن ستاسو کار مشر تاسې داسې ځای ته د دندې لپاره ولیږي، چې هلته به یواځې یاست او په یواځې ځان به ساعتونه ساعتونه کار کوئ.

اووم: هره ورځ له ۱۰ تر ۳۰ دقېقو د لوست لپاره ځانګړی کړئ.

اتم: هغه ژمنې وارزوئ او د عمل جامه ور واغوندئ چې تاسې له چا سره کړي دي.

نهم: د هر کال لپاره ځانته ځانګړې موخې وټاکئ، یعنې دا ټارګیټ کړئ چې زه به ددې کال تر پایه دا، دا موخې ترلاسه کوم.

لسم: یو قدم مخته ولاړ شئ، یعنې پر ځان سخته تېره کړئ؛ څو یو نوی مهارت زده کړئ.

یوولسم: خپل ورځني عادتونه وارزوئ.

دولسم: تمامه ورځ تلویزون ته مه کښېنئ، بلکې پر ځای یې مطالعه وکړئ.

دیارلسم:  خپل وخت مو عېار کړئ او له ډېر خوب ډډه وکړئ؛ ځکه روغتیا پالانو د روغ صحت لپاره په ۲۴ ساعته کې ۸ ساعته د آرام لپاره ټاکلی دی، تاسې کوښښ وکړئ چې په خپل وخت ویده شئ او سهار وختي له پیاوړي هوډ سره له خوبه پورته شئ.

څوارلسم: تر ۲۰ دقیقو ژورنال تعقیب کړئ. ژورنال هغه مؤقته او لنډمهاله خپرونې ته ویلی شي چې منځپانګه یې له بېلابېلو او هر اړخیزه معلوماتو برخمنه وي او لوست یې شاوخوا تر ۱۰-۳۰ دقیقو وخت نیسي.

پینځلسم: دا بیا بیا تمرین کړئ چې تاسې د ملګري له مرستې وروسته څنګه له هغه مننه او کور ودانی وکړئ.

شپاړسم: او له هغو خلکو سره ناسته پاسته پریږدئ چې ورځنی پلان نه لري او د وخت خیال نه ساتي.