۱۹-کلنو ملي لوبډلې د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۸۸ منډو وسوځوله

همدا شیبه د افغانستان او پاکستان ۱۹ – کلنو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام لومړۍ لوبه روانه ده چې تر دې دمه افغان لوبغاړي په کې ښه ځلېدلي.

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

د افغانستان توپ اچونه د نوین الحق بریالۍ توپ اچونې سره پیل شوه او نوموړی خپل لومړی اور کې د افغانستان لپاره لومړۍ وېکېټه ترلاسه کړه.

له ځانگړی ځنډ پرته نوین الحق د لوبې پنځم اور کې د افغانستان لپاره دوهمه وېکېټه ترلاسه کړه او د پاکستان لوبډله يي له ځانگړی فشار سره مخ کړه.

دوهمې وېکېټې له لاسه ورکولو څخه وروسته پاکستاني لوبغاړو د ۸۸ منډو اوږده ملگرتیا وکړه چې وروسته بیا دغه ملگرتیا ته  نثار وحدت د پای ټکی کېښود.

درېیمې وېکېټې له لاسه ورکولو څخه وروسته په پرلپسې توگه د پاکستان د لوبغاړو د سوځېدو لړۍ پیل شوه او ستر هدف په ټاکلو بریالي نه شول.

پاکستانۍ لوبډله ۴۷٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روهېل نذیر ښه توپ وهنې په مرسته ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره روهېل نذیر په ۱۰۵ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۱ منډو جوړولو لپاره تر ټولو غوره او زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهونکی ثابت شو.

افغانستان لپاره ټولو توپ اچوونکو پیاوړې او اقتصادي توپ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د ستر هدف ټاکلو اجازه ورنکړه.

افغانستان لپاره عظمت الله عمرزی او قیس احمد درې درې، نوین الحق ۲ او ظاهر خان او نثار وحدت یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نوین الحق خپل ۹ اورونو کې ۳۰، مجیب خپل ۱۰ اورونو کې ۳۳، عظمت الله عمرزی خپل ۷٫۴ اورونو کې ۳۴، قیس احمد خپل ۱۰ اورونو کې ۳۸، ظاهر خان خپل ۹ اورونو کې ۳۹ او نثار وحدت خپل ۲ اورونو کې ۸ منډې ورکړې.

اوسمهال د ۱۹- کلنو ملي لوبډلې توپ وهنه روانه ده چې ۸٫۵ اورونو کې يي یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره ۲۳ منډې جوړې کړي.