،، شعر او ادبيات د سوله ييز فکر په ترويج کې مهم رول لري،،

په خوست ولايت کې د سولې مشاعره جوړه شوه

لیکوال : سپين روان نورزی

نن د يکشنبې په ورځ چې د روان لمريز کال ليندۍ د ۲۵ مې سره برابره وه د خوست ولايت د سولې ولايتي کميټې د دارالانشاء له خوا د سولې پراخه مشاعره جوړه شوه.

په دې مشاعره کې چې درې سوه تنو شاعرانو، فرهنګيانو، ديني عالمانو، مخورو مشرانو، ځوانانو او نجونو په کې ګډون کړی و، د سولې ولايتي دفتر مشر الحاج رسول محمد تڼي په خپله پيليزه او د ښه راغلاست وينا کې د دې سترې ادبي دستورې ګډونوالو ته وويل چې نن دوی نسبت نورو وختونو ته متفاوته غونډه رابللې او د مشرانو پر ځای په کې د ځوانانو ونډه ډېره ده.

ده زياته کړه چې موږ د مشرانو او مخورو کسانو اثر او رسوخ ته قايل يو، خو بايد ځوانان او په ځانګړي ډول فرهنګيان او شاعران چې په ټولنه کې د پوره اغېز څخه برخمن دي د سولې په تامين کې خپله ونډه تر پخوا زياته کړي.

په دې شعريزه او ادبي دستوره کې ديني علماوو هم د سوله ييز ذهنيت په خورولو کې د شاعرانو او روڼ آندو رول د اسلام له نظره باارزښته وباله.

مولوي مفتي حبيب الرحمن خوستي وويل، شعر او ادبيات په هر ډول زړه اثر کوي او ډېر سخت زړه هم ورته نرميږي.

ده زياته کړه چې که چېرې ځوانانو لپاره دا ډول اغېزمنې برنامې عملي شي پايله به يې ډېر ژر مثبته ثابته شي.

د پوهنتون د ټولنيزو علومو استاده روان نورزي وويل، شاعران او فرهنګيان هغه خلک دي چې په کليو او باڼدو کې يې خلک خبرو ته غوږ نيسي او دوی د خلکو په منځ کې ځانګړی نفوذ او اغېز لري، که چېرې دوی د سوله ييز فکر په ترويج کې خپله ونډه سر ته ورسوي، نو هغه خلک به سولې ته مايل شي.

په دې غونډه کې يو شمېر ښځو او پيغلو هم برخه درلوده.

اغلې محبوبې وويل چې هنر او ادب لويه تکيه په مينې او عاطفې کوي او په هر ډول حالاتو کې خلک سولې ته رابولي، په همدې اساس موږ له سولې شورا مننه کوو چې نن يې د هغو افکارو د انسجام لپاره اقدام وکړ چې د سولې او امن پيغامونه لري.

محبوبې په دې تاکيد کولو چې بايد دا لړۍ ونه ځنډول شي، دا ډول غونډې او ناستې معمول وګرځي او هر چا ته په کې د ګډون چانس برابر شي.

د غونډې په دويمه برخه کې کابو ديرش تنه شاعرانو شعرونه ولوستل او پنځلس تنو په ډېر ښکلي انداز د سولې او امن لپاره ترانمونه وکړل، چې د ګډونوالو له خوا په ډېر شور او چک چکو بدرګه شول.

د غونډې په پای کې ليکوال او شاعر زاهدشاه انګار په خپله ارزونکي وينا کې وويل چې په رښتيا هم دا يوه ډېره نادره او اغېزمنه مشاعره وه، او موږ وړانديز کوو چې که امکان ولري دا ډول مشاعرې دې هره مياشت جوړې شي او ځوانان دې په کې راټول شي.

ده وويل چې دا هېواد سولې ته اړتيا لري، په همدې دليل موږ به دا سوله ييز شعرونه له هرې مشاعرې وروسته په دواطلب ډول د سولې پيغام رايوډ له څپو خپروو ترڅو هغه کسان چې په غونډه کې حضور نه لري د دې اشعارو له اورېدو برخمن شي.

د غونډې په پای کې لسګونو نجونو، ځوانانو او شاعرانو ته چې د دې مشاعرې په جوړولو کې يې مرسته کړې وه او يا ې د سولې په مناسبت غوره شعرونه درلودل، د سولې ولايتي کمېټې د دارالانشاء له خوا هغو ته ډالې ورکړل شوې.