آسټرالیا کې ستر خاورین او باراني طوفانونه هم لګیدلي دي

د آسټرالیا (سوت وېلز) ایالت په مرکزي برخه کې ستر خاورین طوفانونه لګیدلي دي، چې، تندراو شدید بادونه هم ورسره مل وو، چې ګڼ شمېر زیانونه یې اړولي دي.

د آسټرالیا په سوت وېلز ایالت کې تر خاورینو طوفانونو شاوخوا یو ساعت وروسته بادونو او ورښتونو ګڼ شمېر ودانۍ او سوپر مارکېټونه نړولي او ونې یې له بېخه ویستلي دي. د دغه ایالت اوسیدونکي وایي، کله چې له خاورینو طوفانونوو وروسته بارانونه پیل شول؛ نو دوی ورته ډېر خوشاله و، خو بیا وروسته دغو بارانونو د دې ځای د اوسیدونکو ژوند نور هم ور ستونزمن کړ. د سوت وېلز ایالت د هوا پېژندنې ادارې چارواکي وایي، چې د یادو طوفانونو سرعت په یوه ساعت کې له ۹۴ څخه تر ۱۰۷ کېلومترو پورې ریکارډ شوی دی. چارواکي زیاتوي، د نیو سوت وېلز ایالت په شمالي او لویدیځ برخو کې بارانونو او بادي طوفانونو هم جریان درلود، چې له دوی سره تر ۱۵۰۰ زیاتې اړیکې د خرابې هوا له امله د مرستې غوښتنې لپاره نیول شوي دي او ۱۴۵۳ هغه اړیکي ورسره نیول شوي، چې د ودانیو نړېدلو په تړاو دي. دوی زیاتوي، د دغو طوفانونو په ترڅ کې تر دا مهاله شاوخوا زر هغه ودانۍ له دوی سره ثبت شوي دي، چې زیانونه ور اوښتي دي. د نیو سوت وېلز ایالت چارواکي وایي، د دې ایالت په شمالي ښارونو کې له سلو ملي مترو تر یو سل او اتیا ملي مترو پورې بارانونه وریدلي دي، چې سېلابونو یې ګڼ شمېر زیانونه اړولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دې ایالت په یو شمېر برخو کې له ډېرې مودې راهیسې اورلګېدنې هم روانې دي.