آیا تاسي په مطالعه خسته کېږئ؟

خستګي یو عادي فزیکې عکس العمل دی چې ستاسي بدن ئې د غیرمتوازن او خسته کوونکې کار په وړاندي ښکاره کوي. کله چې تاسي خطر ووینئ، ستاسې بدن تاسي ته د “جنګ یا تېښتې” د عکس العمل ښکاره کولو ناره کوي، څو تاسي ته نجات ومومئ.

خستګي، لکه د ټکر په وخت کې د بریک کښېکښل، یو جدي او اضطراري حالت دی، خو د مطالعې له پاره په هیڅ معنی د منلو وړ نه ده.

د مطالعې په وخت کې د خستګۍ نښي، تاوانونه او د مخنیوي لارې چارې زیاتې دي او تاسي به ئې په لاندې پاراګرافونه کې ووینئ.

د مطالعې له امله فشار او خستګي عموماً د لوړو صنفونو په زده کوونکو او یا پوهنتون په محصلینو کې ښکاره کېږي.

ځکه چې دغه زده کوونکې زیات کورنۍ کارونه او ډول ډول مضامین لري. د دغو مضامینو مطالعه، د کورني کارونو په موجودیت کې د زده کوونکو پر اوږو یو دروند پېټی دی.

د درسونو، کورني کارونو او مطالعې زیاتېدا یو شمېر زده کوونکې او محصلین دې ته اړباسي څو غیرصحي کارونه، یعني د الکولو چښل، د خطري درملو استعمال، نشه يي توکو ته مخه کول، زیات خوراک او داسي نورو کارونه ته اوږه ورکړي.

پام مو وي چې دغه کار باید په هیڅ صورت تر سره نه شي، ځکه چې انسان معتاد کوي او بیا د مغز فشار او خستګۍ په مقابل کې هم، دغه ستر خطر او وژونکې عمل ته ځان تسلیموي.

د خستګۍ او فشار د له منځه وړلو له پاره ارزانه، آسانه او صحي لاري سته.مطالعه کول

د خستګۍ په وخت کې پر ځای د دې چې خطري درملو او الکولو ته مخ کړئ، باید لاندې ټکې عملي او په پام کې ونیسئ:

 

۱– فزیکې فعالیت شروع کړئ!

 

فزیکې فعالیت د خستګۍ او فشار له منځه وړلو له پاره یوه ستره لاره ده. دا فعالیت که د یوه سخت کار بڼه وي او یا د یوې لوبي او سپورټ بڼه، فرق نه کوي، ځکه اصل مطلب فزیکې فعالیت او د بدن حرکت دی، څو خستګي د خولو په بڼه له بدنه ووزي.

د ویټن برګ پوهنتون یو محصل چې بین فوکس نومېږي، له کوچنیوالي څخه په لوبو کې ښکېل دی او د محصلۍ په شپو کې ئې د خستګۍ د له منځه وړلو له پاره له دغي فارمولې څخه کار اخیستی دی.

نوموړی وايي: “باور وکړئ چې سپورټ تر بلي هري لار د مطالعې د خستګي او فشار کمولو له پاره ښه انتخاب دی.

فوکس زیاتوي چې د فزیکې فعالیت په جریان کې تاسي ټول خستګي د خولې په بڼه له بدنه خارجوئ.

په خپل ورځني تقیسم اوقات کې د فزیکې فعالیت له پاره وخت ځانګړی کول به وکولای سي، تاسي مخکې تر دې چې خسته سئ، د خستګۍ دفاع وکړئ.

فوکس وايي: “کله چې مي یو کار خسته کړي، رسۍ راواخلم او جمپ وهل شروع کړم، لکه شیطان هلک جګ جګ غورځم. د خستګۍ د له منځه وړلو له پاره ما ته تر دې ښه لار چېري راپیدا کېږي؟!”

د اوهیو پوهنتون یو بل پروفیسر، امانډا ارویک وايي چې فزیکې فعالیت د مطالعې د خستګۍ د له منځه وړلو خورا ښه لار ده. نوموړی وايي: “کله چې له مطالعې څخه خسته سم، په تېزۍ شروع وکړم. لږ ګړی وروسته هر څه سم شي، آسمان پورته او مځکه کښته شي، کراره کراره شي.”

کاپي…