آیا رییس فلم به په پاکستان کې خپرو شي؟

په دې وروستیو کې د هندوستان وتلي ستوري شاه رخ خان نوی فلم د رییس په نوم نندارې ته وړاندې کړ.

شاه رخ خان د خپل نوي فلم (رییس) د مشهورتیا له پاره نوي ډیلي ته په اورگاډي کي سفر کاوه او په بیلا بیلو تمځایونو کې یې له خپلو مینه والو سره يې لیدنه کوله.

د شاه رخان رییس او د ریتک روشن قابل دوه داسې فلمونو دی، چې له ډېرو ناندریو، سیاست او هېلو وروسته نندارې ته وړاندې شوي او ویل کېږی، چې دواړه فلمونه ښه عاید لری.

ویل کیږي چې رییس فلم ډېر بریالی بلل کېږی، چې یو شمېر لاملونه لری. یو لامل یې له شاه رخ خان فلم ته د هغه د مینه والو لیوالتیا او بله هم په فلم کې د شاه رخ هغه رول، چې د ننداره کونکو خوښ شوی دی.

د رییس فلم د مینه والو لېوالتیا دومره زیاته بريښي چې د نندارې پرمهال د نندارچیانو په ګڼه ګوڼه کې یو کس هم خپله ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه فلم کې کېسه د یوه مافیايي مشر رییس عالم ژوند انځوروي، چې مسلمان دی او په لوېدیځ ګجرات ایالت کې یې د شرابو پلورلو یوه مافیا جوړه کړې.

د رییس په فلم کې شاه رخ خان داستان په مخدره توکو باندې دی،چې د مخدره توکو او تاوتریخوالي پروړاندې مبارزه ده. په یاد فلم کې شاه رخ خان د یوې مافیايي ډلې رییس دی او په منفي کړنو لاس پورې کوي.

له بل اړخه په یاد فلم کې پاکستانۍ اداکارې ماهره خان هم مهم رول لوبولی دی هغېویلي، پاکستانیان په دغه هېواد کې د رییس فلم خپرېدو ته په بې صبرۍ انتظار کوي.

رییس فلم د شاه رخ خان، ماهره خان او نوازالدین صدیقي ګډ فلم دی، چې د جنوري په ۲۵ مه خپور شو.

ماهره خان چې ممبي کې په یو کنفرانس کې خبرې کولي، ویلي چې پاکستانیان د ریس فلم لیدو ته په بې صبرۍ انتظار کوي.

نوموړې زیاته کړه، دې ډاډه ده چې په پاکستان کې به هم دا فلم ډیرې پیسې وګټي.

ماهره وايي، چې د پاکستانیانو انتظار دې ته نه دی، چې دا په دې فلم کې وګوري بلکې دوې د شارخ خان مینه وال دي.

ماهره خان وايي، چې شارخ خان سره د ګډه فلم جوړول يې یو خوب و، چې ریښتیا شو.

هغه وايې د شاهرخ خان سره ګډ کار کې ډيره د هغه تر تاثیر لاندې وه.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د شاه رخ خان پر نوي فلم بندیز لګېدلی دی.

څه موده وړاندې چې فلم نندارې ته وړاندې شو، هند کې شیعه مسلمانانو د فلم پر هغو برخو اعتراض کړی و، چې مذهبي مراسم په کې انځور شوي دي.