آیا غواړئ هر څوک درسره مینه ولري؟

۱. مينه ناک انسانان په دې ښه پوهېږي چي که دوی د نورو سره په ښه ډول او ښه چلند وکړي، نو د هغوی په زړه کي به ډېر ځای پيدا کړي. نو د هر چا سره د ښو اړیکو ساتلو هڅه وکړئ.

۲. د نورو سره داسي چلند وکړه چي خپله يې هيله لرئ، یعني که تاسو له نورو د ښه چلند هیله لرئ، نو تاسو هم باید له هغوي سره ښه چلند وکړئ، ځکه ټول خلک مينه لري څو په يو ډول چلند ورسره وسي.

۳. په ټولنیز ژوند کي د لنډو خبرو کولو څخه ډډه وکړئ، یعني ټولنیز ژوند ته د ټولنیزو شبکو په سترګه مه ګورئ. مينه ناک انسانان د خپلو مخاطبينو سره اړيکي ټينګوي او حتا له هغوی سره په خپلو ورځنيو لنډو خبرو کي هم ژور کيږي او هڅه يې دا وي چي د مخاطبينو سره په مفصل ډول خبري وکړي.

۴. د نورو سره د خبرو کولو پر مهال د خپلو زيرکو موبايلونو څخه واټن واخلئ او د خپلو مخاطبينو پر لور توجه وکړئ، لومړی د هغوی خبرو ته پوره غوږ ونيسئ او بیا خپل نظر ورسره شریک کړئ یا هم ځواب ورکړئ.

۵. مينه ناک انسانان د نورو سره د خبرو پر مهال خپل داستانونه او روايات ډېر نه بيانوي، یعني د خپل ځان صفتونه ډیر نه کوي. اصلاً د دې لپاره وخت هم نه لري چي نورو ته ځان ثابت کړي.

۶. څه ډول چي یاست، هماغسې اوسئ؛ په حقیقت کي چي څه ډول یاست نو خپل ځان نورو خلکو ته په هماغه ډول ښکاره کړئ او د نورو په نقش قدم مه ږدئ. مینه ناک کسان تل خپل حقيقي شخصيت نورو ته په ډاګه کوي.

۷. هغه کسان چي خبري او عمل يې يو ډول دي، نو د ټولو ورسره مينه وي؛ که غواړئ هر څوک درسره مینه ولري، نو نورو پسې د خبرو کولو څخه ډډه وکړئ او تل ښه کارونو ترسره کړئ.

۸. که غواړئ چي نور کسان ستاسو په اړه ښه احساس ولري، نو د هغوی سره د خبرو پر مهال موسکا وکړئ، په دې ترتيب سره به هغوی هم ستاسو مُسکا په مُسکا سره ځواب کړي.

۹. مينه ناک انسانان د خپل باطن ترڅنګ خپله ظاهري بڼې ته هم ډېر پام کوي، مخکي له دې چي د هغوی کور يا دفتر ته څوک راسي، نو هغوی له وړاندي ورته چمتو والی لري.

۱۰. مينه ناکو او زړه راښکوونکو انسانانو يوازي په خپلو ځانونو کي ښه ځانګړنو او ښه عادتونو ته ځای ورکړی دی؛ هغوی مخکي له دي چي د خپل ځان په اړه فکر وکړي، د نورو په اړه فکر کوي او داسي کړنې ترسره کوي چي نور کسان هم د ميني درلودلو، احترام کولو، درک کولو … احساس وکړي.

کاپي….