۱- دسهار ډېر وختي او تر ماښام اذان وروسته سفر مه کوئ.
۲- په باراني ورځ او یا کله چې اسمان سخته وريځ وي په ياده لاره د سفر څخه ډډه وکړئ.
۳- په دې لاره بايد سلام سيم کارت له ځانه سره ولرئ.
۴- په دې لاره تر ډېره حده هڅه وکړئ چې په شخصي موټر کي لاړ نشئ ځکه ډيری ټکرونه شخصي موټروانان کوي.
۵- بايد دهډي څخه سپاره شئ نه د چوک موټر څخه، چي اکثره وخت غلاوې د چوک موټرو کې کيږي.
۶- هڅه وکړئ چې د افغانستان لاس موټرو کي لاړ شئ.
۷- موټروان مو له اوله پوه کړئ چې په ښه شکل موټرواني وکړي، له بي ځايه تیز رفتارۍ ډډه،په خپل لاس او د کابل په لاره ترافيکي اشارو او نښو ته په کتو موټرواني وکړي.
۸- موټر کي د ناستې پر مهال دسفر دعا هیره نه کړئ اوبل دا سيټ بیلټونه وتړئ،او د ميوزيک د اوريدا،نشه يي توکو د استعمال څخه ډډه وکړئ.
۹- موټروان ته اجازه مه ورکوئ چې د موټروانۍ وخت کې په موبايل خبرې وکړې.
۱۰- تګ او راتګ د پيل پر وخت د کورنۍ سره اړيکه ټينګه کړئ.
۱۱- لږ تر لږه بايد په دې لاره يو مناسب ځاي کې دمه او که ضرورت وي څه وخورئ او وڅښئ.
۱۲- کوشش وکړئ چې د وظيفې اسناد،کارتونه مو خوندي او پټ ځای کي کېږدئ.
۱۳- په موټر کې له خوبه ډډه وکړئ.