چهارشنبه , 15 مې 2024

آیا غواړئ چې ځوان ښکاره شئ؟

د ژر زړېدو مخنیوي څخه موخه دا نه ده چې پۀ تاسو به لکه د نورو کسانو د ژوند ستن نه اوړي او پۀ ۱۹ کالو پسې به مو شلم کال نه راځي. له ځوان پاتې کېدو هدف دا دی چې تر وخت وړاندې به مو څېره لکه د زاړو خلکو نه جوړېږي او د پوستکي طبیعي ښایست به مو پر ځای پاتې وي.

ـ بادرنګ:

په سبزیجاتو کې د بادرنګو انتخاب یوازې د ډول لپاره نه دی، بلکې د بادرنګو خواړل او یا یې قطع، قطع کول او بیا یې پر مخ کېښودل د دې لامل ګرځي چې ستاسو د مخ داغونه له منځه لاړ شي. د بادرنګو ټوټې د سترګو شاوخوا تورې حلقې هم له منځه وړي او پوستکی مو هم ځوان ساتي.

ـ د کوپرې تېل:

که چېرې څوک پرلاپسې اوه اونۍ هره ورځ د کوپرې تېل وکاروي، نو د مخ د پوستکي په ښکلا کې یې ۳۲ سلنه رول لرلی شي او دا ډېره جالبه ده.

ـ د ګلانو اوبه:

د ګلانو اوبه د پوستکي د غوړ او روغتیا ساتلو لپاره ګڼ کېمیاوي مواد لري. که چېرې یې په برابو اوبو کې واېشوئ او بیا یې تر لاسه شوې شیره پر مخ ووهئ، نو پوستکی به مو ښکلی وساتي.

دا چې د یخ شپې او ورځې دي، نو په دوامداره ډول د بدن د پوستکي غوړول له هېره مه اوباسئ، ځکه چې په مرطوب پوستکي یخ ډېر اغېز نه پرېباسي.