آیا ټولنيزې شبکې پر ټاکنو اغېزه کړي؟

لیکوال : قدرت الله هېوادپال

آیا ټولنيزه رسنۍ لکه فیسبوک، ټويټر، يوټيوب، انسټاګرام، واټس آپ او نور پر ټاکنو اغېزه لري؟ موږ دلته هڅه کوو چې دا پوښتنه د خپلو او نورو هېوادو تجاربو په رڼا کې راوسپړو.

په افغانستان کې د ټاکنو بازار بيا ګرم دی، راتلونکی اونۍ پارلماني ټاکنې دي او راتلونکي کال ولسمشريزه، نو دا لوبه مخ په ګرميدو ده، د سياست د دې بازار يو تر ټولو مهمه وسيله خپلو اهدافو لپاره له ټولنيزه رسنيو کار اخيستل دي.

آیا کله مو د فيسبوک کومو پوښتنو ته ځواب ويلی دی؟ کوم رنګ مو خوښيږي؟ څه مو په قهروي؟ څه مو خوښيږي؟ هېواد مو په کومه روان دی؟ له محلي سياستونه خوښ ياست؟ همداسې څه لایک کوئ، پر څه نظر ورکوئ، څه شريکوئ، دا ټول هغه څه دي چې دا ماشينونه يې د معلوماتو راغونډولو لپاره کاروي.

پخوا د عامه اعلانونو دور وو، يو اعلان ټولو لپاره، نن اعلانونه ستاسې له علاقې، اړتياوو، سيمې، خوښې او نورو سره عياريږي، ضرور نه ده هغه اعلان چې تاسې وينئ نور دې هم ويني، دا اعلانونه پر شخص متمرکز دي، د پخوا په څير ټولو لپاره د يوه اعلان زمانه مخې په تيريدو ده، او فيسبوک د شخص لپاره د انفرادي معلوماتو جوړول ډير آسانه کړي دي، او داسې ګڼل کيږي چې ټولنيزې شبکو وسيلو پر شخصي معلوماتو مسلح کول نن تر ټولو آسانه دي.

پر ټاکنو د دې وسيلو ښه مثالونه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکنې ګټل او د انګلستان د بريکزيټ یا اروپايي اتحاديې څخه د وتلو پريکړه وه، په عموم کې ټول دا ګڼي چې دواړه پریکړې که اړونده ملتونو لپاره بدې نه وی، خو ناڅاپي ضرور وی، او د دواړو مشترک ټکی له ټولنيزې ميډيا څخه پراخه او مفيده ګټه اخيستنه وه.

په ټاکنو کې د ميډيا کارول څه نوې خبره نه ده، پخوا هم نوماندانو ټلويزونو، راډيو او نورو عامه وسيلو څخه کار اخيسته، همداسې فکر کيده چې د ټاکنو يو تر ټولو ښه وسيله کور په کور ګرځيدل، د حجرو مجلسونه او سياسي اهدافو څيړل وو، نن دا ټول کانالونه يوې وسيلې ټولنيزې شبکو ته راغونډ شوي دي، او پر دې وسيلو ډيريدونکي اعتياد او لوړ استعمال د دې وسيلو ارزښت نور هم لوړ کړې دی.

داسې ګڼل کيږي چې په افغانستان کې نږدې ۵ میليونه وګړي فيسبوک کاروي، که چيرې تيرې ولسمشريزه ټاکنو ته وګورو چې ګټونکو نوماندانو رايو شمېره اووه اته ميليونه شاوخوا وه، دا کلیدي شمېره ده، تري جي او انټرنېټ پراخيدونکي شمېرې د دې وسيلو استعمال نور هم عام کړ، نو هر هغه چا چې دا وسيلې ښې وکارولی، په بریاليتوب کې به يې ټاکونکی ونډه ولري.

د ولسواکئ د مشورتي ډلې، فريډم هاوس د يوې څيړنې له مخې سوشل ميډيا اوس يوازې د عکسونو، ويډيو او ټوکو وسيله نه ده، دا اوس په ډيريدونکي توګه پر داسې يوې وسيلې بدليږي چې حکومتونه يې د عامه پوهاوي او ټاکنو اغېزمنولو لپاره کاروي. د دې څيړنې له مخې، تير کال د امريکا متحده ایالاتو په شمول، د ۱۸ هېوادونو عامه ټاکنې د سوشل ميډيا له لارې اغېزمنې او طراحي شوې. همداسې راپور له مخې پر انټرنېټ د درواغو خپريدل په دوامداره توګه مخ پر وده دي.

له دوه مشهورو نمونو د امريکا ولسمشمريزه ټاکنې او بريکزيټ څخه مو مخکې يادونه وکړه، خو ورسره دا راپور دا هم وايي چې د ترکيې، وينزويلا، فليپين په شمول دوه درجنه هېوادونو پر عامه نظر اغېزه اچوونکو وسيلو څخه د دولت ډنډورې او تبليغاتو لپاره ګټه واخيسته او مخالف نظرونه يې غلي کړل، او دا بنسټ وايي چې له ۲۰۰۹ راهيسې، له څه وخت څخه چې دوی د ټولنيزې شبکو څارل پيل کړي دي، د مخالف نظر غلي کول په لوړه روان دي.

سره له دې چې ځينې هېوادونه د ډنډورې فعاله څانګی لري، خو اتومات سیسټمونو لکه Bots (کوچني اتومات پروګرامونه) او الګوريتمونو کارول هم مخ په ډيريدو دي، چې ځانګړو نوماندانو يا موضوعاتو پر ګټه تبليغ کوي او څارل او پرې پوهيدل ستونزمن دي.

د ناوړه اغېزو مخنيوي لپاره ځينې هېوادونه ځانګړي ګامونه اخلي، لکه جرمني د دې کال په لومړيو کې د ټاکنو پر مهال ځانګړي اقدامات وکړل تر څو په ټاکنو کې د لاسوهنو مخنيوی وکړي، اما د سوماليا په شمال غرب کې افريقايي سيمې سومالي لينډ خو آن د ټاکنو پر مهال د ټولنيزې شبکې څو پاڼې بندې کړی، سره لدې چې دا وسيلې د بيان آزادئ لپاره مهمې دي، خو د ځينو په فکر د درواغو مخنيولو لپاره يې بندول ضرور دي.

ټولنيز شبکه د معلوماتو حاصلولو يو تر ټولو کليدي وسيله ده، او د افغانستان په څير هېواد کې چې د نفوس له نيم ډير يې ځوانان او د خبرونو رواجي وسيلې تر ډيره غريبي او بې اعتباره دي، ځينو لپاره همدا وسيلې له نړۍ څخه د ځان خبرولو يوازينئ وسيلې دي.

پر سياسي موضوعاتو آنلاین بحث او نظرونو ابرازول پاتې کيږي او راروانه کې به هم وي، خو دلته دا پوښتنه رامنځ ته کيږي هغه معلومات چې موږ ته ښودل کيږي يا د لټون له برکته راڅرګنديږي، زموږ سرچ تاريخچې او آنلاين فعاليت پر لور خو کاږه نه دي، يا له دوی خو اغېزمن نه دي.

که څوک دا فکر کوي چې دا ټول د غرب او امريکا سرخوږئ دي، نو پر دی دې هم پوه شي، چې هغه شرکت چې د ټرمپ په ټاکنيز کمپاين او له فيسبوک څخه د معلوماتو اخيستلو پر تور بدنامه شو، کامبريج اناليټيکا له کلونو راهيسې په افغانستان کې“رواني جګړې/ فعاليت” لپاره کاريدلی دی، او هغوی ته تر ټولو بهتره لار د رواني پوښتنو او پوښتنلیکونو ليږدول دي.

داسې ګڼل کيږي چې په داسې پوښتنو کې اکثره وختونه ځوانې ميرمنې تر هدف لاندې نيول کيږي، خو دا پداسې حال کې ده چې په ميليونونو نارينه او مشرانو معلومات هم ورسره له وړاندې شته، د دې معلوماتو په مرسته عمومي سلوکونه، فکرونه او انګيرنې معلوميږي، او بيا هر چا ته د هغوی د خوښې سياسي اعلان او کمپاين استول کيږي.

د فيسبوک په زمانه کې، د آنلاين او آفلاين شخص بيلول ستونزمن دي، يوه زمانه کې د دې تفريق لپاره اصول وو، خو نن دا فرق ورک دی، کمبريج اناليټيکا وايي چې دوی هر شخص لپاره د معلوماتو راغونډولو له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ نقطې لري، چې په هغې کې د رايې ورکولو او سياسي نظریاتو نيولې تر عمر، عاید، پور، شوقونه، جرمي تاریخچه، خريدارئ تاریخچه، مذهبي نظریات، روغتيا، موټر درلودل، کور درلودل، دارايي، بانکي حساب او نور هر ډول معلوماتو راغونډولو ټکي شته.

د معلوماتو دا هره نقطه په خپل ذات کې ډير څه نه وايي، خو دوی يې په ټوليزه توګه کاروي، او د کيک مثال ورکوي، چې څرنګه د کيک پخولو او جوړولو لپاره بیلابيل توکي يوځای کيږي، دوی هم همداسې د هر شخص معلومات يوځای کوي او نتيجه ترې اخلي.

د فيسبوک يو له نوي ډوله اعلانونو څخه “تور اعلان” يا Dark Post بلل کيږي: داسې اعلان چې يوازې تر هدف لاندې شخص ته ښکاري او بل څوک يې نه ويني. داسې ګڼل کيږي چې د همدې فکر په رڼا کې د ټرمپ ټاکنيزې ډلې له يو لک ډير اعلانونه جوړ او تر هدف لاندې اشخاصو ته يې وښودل.

داسې فکر وکړئ هغوی چې ژبه ورته مهمه وي يوازې د ژبې او سيمې اړوند اعلانونه ورته ښکاري، هغوی چې پر اقتصادي موضوعاتو فکر کړي همدا ډول اعلانونه ویني، او هغوی چې نور څه پسې ګرځي هاغه ویني، د دا ډول اعلانونو نقص څه دی، اعلان جوړوونکی کولای شي ستاسې اساسي مفکورو ضد اعلان جوړ او يوازې يې تاسې ته وښيي، آن دې ټکي ته هم پام کيږي چې تاسې فيسبوک يا ټويټر په کومه ژبه کاروئ، يوازې د ژبې ټاکل ستاسې په اړه ډير څه وايي؛ که څوک مذهبي علايق ولري نو ښايي داسې اعلان وويني چې پلانکی نوماند ستاسې د مذهب ضد دی او که وټاکل شي ممکن ستاسې مذهبي ارزښتونو ته سپکاوی وکړي.

زموږ په دې ګاونډ کې، عمران خان ګوند نسبت نورو ته له ټولنيزې شبکو بهتره ګټه واخيسته، د مودي په ګټه کې يې کلیدي رول ولوباوه، په ايران کې د اصلاح پلوه لورو لخوا خو د دې وسيلو استعمال له ډير پخوا رواج وو، نو اوس که دې پوښتنې ته بيرته راوګرځو، چې آیا ټولنيزې شبکې پر ټاکنو اغېزه لري، په لنډه کې يې ځواب هو دی، اوس دا تر ډيره پر رايې ورکوونکي ده چې پوه شي هر هغه څه چې دې ته ښکاري رښتيا نه دي، او هغوی چې چوکۍ ته رسیدو لپاره له هر څه ګټه اخلي، دا هم د کمپاين يوه وسيله ده.

هڅه وکړئ، نړۍ ته يوازې د ټولنيزې شبکو او په ځانګړي ډول د فيسبوک په سترګو ونه ګورئ.