آیا پوهېږئ چې اوبه ستاسو بدن ته څومره ګټې لري؟

ژباړن: نورمحمد نوري

هیله کوم د مهربانۍ له مخې یې لایک او شیر کړئ، تر څو نورو ته مو هم ګټه ورسیږي.

اوبه هغه حیاتي سرچینه ده، چې زموږ په بدن کې ډيرې مهمې دندې مخته بیايي، لکه د هډوکو د مفاصلو غوړ ساتل، د بدن تودوخه نورمال  ساتل او حتا په هغو موادو کې هم له موږ سره مرسته کوي، چې له بدن څخه ووځي.

باید وویل شي، چې بدبختانه ډیری خلک اوبه د روغتیا لپاره دومره مهمې نه ګڼي او له دغو  ستونزو سره مخ کیږي.

د بېلګې په توګه لکه:

وچه خوله او تنده

ستړیا یا بې حالي

قبضیت

سرخوږی او ګنګسیت

وچ پوستکی

 

یادونه:

وروستۍ څېړنې ښایي ، چې هر انسان باید په ورځ کې له شپږو تر اتو ګلاسونو پورې اوبه وڅښي؛ خو هغه څوک چې بدن یې  زیاته خوله کوي او یا یې هم بدن ډېرې اوبه ضایع کوي، نو تر اتو ګلاسونو دې زیاتې اوبه د بدن د اړتیا پر اساس وڅښي؛ تر څو بدن یې د اوبو له کمښت سره مخ نشي.

له اوبو پرته نور داسې خوراکي توکي هم شتون لري، چې موږ کولی شو د هغو په وسیله د بدن د اوبو اړتیاوې پوره کړو.

شېدې، ترکاریانې  او د میوو جوس  هغه خوراکي  توکي دي، چې ستاسو د بدن اړتیاوې پوره کولی شي؛ خو کېدایشي هغه ځینې داسې کالریانې ولري، چې ستاسو وزن پرې زیات شي.

باید په یاد ولرئ، ځینې نور څښاک  لکه پیپسي، کوک او انرژیانې هم مایعات دي او ستاسو د بدن اړتیاوې پوره کولی شي؛ خو په هغې کې خوږه او ځینې داسې مواد شتون لري، چې ستاسو بدن له ستونزو سره مخ کولی شي او وزن مو زیاتولی شي.

تاسو کولی شئ له اوبو سربېره له لاندې ګټورو خوراکي توکو ګټه واخلئ:

هندواڼه:

ستاسو بدن نوي سلنه برخه تازه کوي او په اوړي کې په زیاته کچه موندل کیږي؛ نه یوازې دا چې ستاسو د بدن اوبه پوره کوي، بلکې په هندواڼه کې داسې مینرالونه او ویټامینونه شتون لري، چې هغه ستاسو په بدن مثبتې اغېزې لري.

بادرنګ:

بادرنګ چې د ترکارۍ د خوند په زیاتولو کې رغنده رول لوبوي، د بدن د اوبو په پوره کولو کې هم رغنده رول لوبوي.

که چېرې ستاسو د بدن اوبه کمې شي، نو ډیری وختونه مو د بدن فعالیت ښکته کوي او حتا له اسهال سره مخ کېږئ، چې دغه  ناروغي مو بدن ډېر کمزوری کوي او حتا ګرځېدل هم تاسو ته ستونزمن کیږي.

(له لوستلو څخه مو ډېره مننه)