آیا ښځه/ خاوند مو پوښتئ؟!

ليکنه:هیلۍ: اسد

ژوند کې ډېر شیان درس ورکولی شي فکر کوم فلم یې هم یوه برخه ده. په فلم کې مې ډېر دوه شیانو ته پام اوړې، یو دا چې په کورني ژوند او اړیکو کې بخښنه غوښتل او بخښنه کول یې ښه درس دی، داسې درس چې مهربانې او مینه زیاتوې.

 

دویم: ډېر کله یو مېرمنه او ماشوم پکې ځان ته حق ورکولای شي چې پوښتنه وکړي.

مثلاً: ځینې مېرمنې له خاوند ډېره ډاډه پوښتنه کوي چې؛ ولې ناوخته کور ته راغلې؟

ولې دغه کار کوي یا څنګه او ولې دغه کار ته مجبور شوې؟

پیسې دې څه کړي او په څه دې ولګولې؟

ولې جګړه کوي؟

چا سره یې کوي؟

یا دا پیسې دې له کومه کړي؟؟

 

دا هغه پوښتنې دې چې یوه مېرمنه پیاوړې کولای شي

کورنی تهداب قوي کولای شي، ډېر کله مېرمن یې خاوند او ګډ ژوند ته نږدې کوي خو کله کله بیا ان دغه اړیکه شلولی هم شي خو علت به یې یوازې وطن او ډېرې یا ګډې ګټې وې…

خو بدبختانه زموږ په وطن کې ښځه فکر کوي چې خاوند دې یې د دې په کار، کار نلرې او خاوند خو بیا بیخې ښځې ته دا حق نه ورکوې چې ښځه دې په کار کې کار ولري او یا دې ترې پوښتنه وکړي.

 

زه وایم دلته ټوله ستونزه د مېرمنو ده چې د ډېرو شیانو حق ځان ته نه ورکوي او یا یې نه دی ورکړی او دا د دې ډېره لویه غلطې او د ګډ ژوند، وطن او راتلوونکو نسلونو پر وړاندې خیانت دی.

دواړه باید د دې حق ځان ته ورکړي چې که د خاوند

ښځې راحت او سوکالي یې شریکه ده نو درد، غم، خیانت او خدمت یې هم شریک دی…

دا د ژوند ډېر مهم سبق دی

یو بل وپوښتئ!

یو بل له ځان او کار سره شریک کړئ

یو بل وژغورئ او بلاخره یو بل نیکمرغه کړئ!!

خو په یاد وساتئ چې خاوره یا وطن باید لومړیتوب وې

ځکه ټولې نیکمرغۍ په وطن او ملي ګټو کې دي.