آی پي اېل: آر سي بي لوبډلې څلورمه ماتې هم وخوړه

رویال چلینجر بنګلور لوبډلې د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې پرله پسې څلورمه ماتې هم وخوړه.

د تېرې شپې لوبه کې آر سي بي لوبډلې راجستان رایلز ته شلو اورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ.

ار سي بي ته توپ وهنه کې پارټیف پټیل ۶۷ تر نورو زیاتې منډې وکړې؛ خو راجستان ته شېریاس ګوپل درې ویکټې واخېستې.

مقابل کې یې راجستان لوبډلې د درې لوبغاړو په تاوان یاد هدف شلم اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په شتون کې وګټله.

توپ وهنه کې جس بټلر ۵۹ منډې وکړې.

په روانو ای پي اېل سیالیو کې دا د آر سي بي څلورمه لوبه وه؛ ټولې یې بایللې دي او جدول کې آخر نمبر ده.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن ماښام ۷ بجې د ممبۍ انډینز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ لوبه پېل شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی