ائتلاف څه ته وایی؟

لیکنه :  شمس الرحمن حبيب

ائتلاف هغه مفهوم یا سیاسی اصطلاح دی چی هره ورځ د رسنیو په سیاسی او نړیوالو بحثونواو یا هم د سیاسی فعالانو په خبرو کی تکراریږی.

په لغوی شکل ائتلاف یوځای کیدلو ته وایی او همدا ډول له یو او بل څخه د مینی او الفت اخستلو ته وایی اوپه اصطلاح کی ائتلاف په سیاسی امورو کی د دوو یا له دوو څخه زیاتو حزبونو او یا جوانبو یوځای کیدلو ته وایی چی عمده موخی پکی متقابلی ګټی او سیاسی حمایت وی.

ائتلافونه په مختلفو شکلونو منځته راځی لکه دوه اړخیزی یا څو اړخیزی ، پټه یا خکاره ، ساده یا پیچلی او لنډمهاله یا اوږمهاله.

ا‌‌ئتلافونه همیشه په کورنیو او نړیوالو سیاستونو کی مروج دی ، په نړیواله سطحه د ائتلاف موخه د دولتونو یوځای کیدو ته ویل کیږی چی دولتونه له یو او بل سره څو اړخیزه مشترکه همکاری کوی تر څو چی مشخصه موخه او یا هم موخی ته لاسرسی پیدا کړی.

په نړیواله سطحه ائتلاف هغه وخت منځته راځی چی څو همفکره دولتونه په قصدی ډول د یو مشخص هدف د ترلاسه کولو لپاره له یو او بل سره همکاری وکړی، د ائتلاف غړی دولتونه ممکنه ده چی د یوی لیکلی هوکړی په اساس او یا هم پرته له هوکړی د یو مشخص هدف او یا موخه د ترلاسه کولو لپاره په همکاری پیل وکړی.

د نړیوالو ائتلافونو یوه عمده بیلګه پدی وروستیو وختونو کی د تروریزم په وړاندی د مبارزی ائتلاف ده چی د سپټمبرد میاشتی د یوولسمی پیښی څخه وروسته جوړه شوه او غړی دولتونه د تروریزم پر وړاندی د مبارزی لپاره سره منسجم او د همکاری وعدی وکړی چی عملی بڼه یی په افغانستان کی لیدلی شو، امریکا چی ددغی ائتلاف یو مخکښ هیواد ؤ غوښتل یی چی ددی ائتلاف تر نامه لاندی پر عراق برید وکړی خو د ائتلاف د غړو هیوادونو له لوری له تند غبرګون سره مخامخ شوه او نومړی هیوادونه خپل پوځی همکاری و ځنډولی.

د هیوادونو په داخلی سیاست کی د حزبونو او یا هم سیاسی رهبرانو ترمنځ ائتلاف یو مروج سیاسی رسم ګڼل کیږی او معمولآ دا رسم په پارلمانی سیاسی نظامونو کی خورا مهم امر ګڼل کیږی ځکه چی حکومت د پارلمان څخه جوړیږی اویا هم تشکلیږی.

په سیاسی پارلمانی نظام کی کوم حزب چی د پارلمان اکثریت چوکی وګټی نو نومړی حزب حکومت جوړوی، کوم احزاب چی په اقلیت کی قرار ولری نو د خپلو همفکرو احزابو سره د اجرایوی قدرت د ترلاسه کولو لپاره ائتلاف جوړوی. نومړی ائتلاف کیدای شی د ټاکنو څخه مخکی ، د ټاکنو په لړ کی او یا هم د ټاکنو څخه وروسته د پارلمانی چوکیو د مشخص کیدو سره سم منځته راشی.

د هیوادونو په داخلی سیاست کی کیدای شی چی ائتلاف د ټاکنو په مختلفو ډولونو کی منځته راشی لکه پارلمانی ټاکنی او یا هم د جمهوری ریاست ټاکنی چی همفکره سیاسی احزاب سره ائتلاف کوی تر څو وکولای شی په آسانی سره خپل سیاسی رقیبانو ته ماتی ورکړی او سیاسی قدرت لاسته راوړی.

د بیلګی په ډول د هندوستان په وروستیو پارلمانی ټاکنو کی د ټاکنو د تاریخ تر مخه د هندوستان دوو مهمو سیاسی ګوندونو (BJP) او (Congress) له یو شمیر نورو سیاسی ګوندونو سره ائتلافونه جوړ کړل چی د ټاکنو د شمیرنی څخه وروسته د (Congress) سیاسی ګوند اکثریت رایی وګټلی خو بیا هم د حکومت د جوړولو لپاره په کافی اندازه چوکی ترلاسه نکړ نومړی ګوند د دوهم ځل لپاره د کمونسټ ګوند سره ائتلاف وکړ او پدی ډول یی وکولای شوچی د پارلمان اکثریت چوکی لاسته راوړی او حکومت جوړ کړی.