اتله ورځ به راشي، چې نسلونه به درباندې وویاړي

لیکنه : سلطان احمدزی

د ننګرهار ولایت د بهسودو پل څېرمه څلور لارې کې د ملي اردو سرتېري اتل شهید محمدعمرخان چې یو کس یې تر شک وروسته پلټلو او د پلټنې پر مهال کله چې پوه شو، چې ځانمرګی دی، کلکه غیږ یې ورکړه، او له ګڼې ګونې څخه یې بهر وویستلو بریدګر په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، ورسره دې اتل هم د شهادت جام نوش کړ…. دنړۍتاریخ وګورﺉ، که د بشر په تاریخ کې مو د قربانۍ داسې بیلګه ولیده مخ راتور کړﺉ او دا لومړی ځل هم ندی، دا ډول سرښندنې څو ځله تکرار شویدي، که څه پدې هیواد کې د اتلولي معیارونه برعکس دي، ارزښتونه مسخه شویدي، غله، مفسدین او قاتلین اتلان دي؛ خو یو وخت راتلونکی دی، چې دا ولس به په هوش راځي، خپل اتل او خپل قاتل به پیژني، نقابونه به پورته کیږي، څيرې به بربنډيږي او تور به له سپینو جدا کیږي…

زه ډاډه یم چې همداسې به کیږي… نن، صبا، کال یا لس کاله وروسته؛ خو افسوس زمونږ په حال چې د وطن اصیل بچیان مو اوسني بشري کهول ته د قربانۍ، ایثار او سرښندنې نوي درسونه ورکوي او ملت مو د غلو، فاسدو، قاتلینو او پلورل شویو استخاباراتي نانځکو د غلا د تداوم په چیغو ستوني شلوي.

ګران اتل محمد عمره، تا خپل ژوند ددې هر وګړي نه قربان کړ، تا خپل بچیان ددې لپاره یتیمان کړل، چې د نورو بچیان یتیمان نشي، تا خپل مغرور تندی مات کړ، ځکه چې د خپل فراغت د لومړۍ ورځې سوګند او ددې هیواد سره کړې ژمنه دې نه شوای ماتولی… تا د ځان لپاره مرګ انتخاب کړ، ځکه چې د خپل وجدان او خپل ارمان لپاره دې ابدي ژوند غوښت، ګرانه وروره ارام ویده شه، ترڅو چې پدې هیواد کې میندې ستا په څير میړني روزي دا خاوره به نه ټوټه شي، نه به غلامه شي او نه به خپل غرور وبایلي… ددې ملت راتلونکی تاریخ له تانه ما سوا بل اتل نه پیژني، ته ددې خاورې ریښتونی اتل یې شهادت دې مبارک شه.