اته هوښیار ماشومان

شکیل احمد سعید

زموږ يو ستر وياړ د خپل هېواد د۵۰۰۰ کلن تاريخ يادونه ده، چې له جاپان سره يې په يوه ورځ د اخيستې ازادۍ شمله هسکه بولو، خو د پرتلې په برخه بيا له خپل دغه همزولي هېواد سره ډېره خواره برخه لرو، جاپان دنړۍ يو له پرمخ تلليو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او وګړي يې په هر برخه کې له پراخو امکاناتو برخمن دي، مګر افغانستان بيا د نړۍ تر ټولو بې وزله او نالوستې ټولنه شمېرل کېږي. موږ په جسمي لحاظ هم له جاپانيانو غوښن او تندرسته يو، په عقيدوي لحاظ هم ترې ښه يو، اسلام څخه دفاع،وطن سره مینه او په نورو وګړو ترحم خپله ايماني او اسلامي دنده بولو، مګر بيا هم جاپان ددې اوصافو برعکس په هره برخه کې تر موږ وړاندې او کارنده دی، نن سبا د نړۍ په هر ګوټ کې د انساني اړتيا وړ باکیفته توکي د همدغه هېواد توليد دی. ددې چارې راز موندنې علما مجبور کړل چې یوه علمي چیړنه وکړي او دا څیړنه اوس اوس شوې.

دې څېړنې ښودلې چې د جاپان په هرو لسو تنو کوچنيانو کې ۲ تنه هوښيار او ۸ تنه بې عقله (بېړاګان) وي.هغه دوه تنه چې هوښیار دي د نظام چارې او اداره د دوی په لاس کې وي او دغه نورو۸ تنو ته د تعلیم او تربیه او د  بیل او کولنګ زمینه برابروي، هوښیارانو سره یې د کور، هیواد ملي او د فرد فرد د ګټوغم  وي، په کلکه یې ساتنه کوي او په همدې ډول د  هیواد چارې مخ ته وړي.

خو په افغانستان کې حالات بل ډول دي دلته په هرو ۱۰ ماشومانو کې چې پیدا کیږي دوه ماشومان بې عقله او ۸ نور هوښیار وي، خو دلته خبره د جاپان په څیر نه ده، دلته ټولې چارې دغو۲ بې عقلوته سپارل کیږي او بالاخیره خبره دې ته رارسي چې د بېړاګانو مثال شي. زموږ کلی کې چې کله یوماشوم کار وران کړي نو ورته غږ کړي: ((څه بیړا یې، یو کار دې هم سم نه دی)) هغه روغ کار پرې هم خراب کړو،یو ماهر او لوړرتبه کس چې څنګه خراب سمولای شي هماغسې سم هم خرابولای شي ، هغه ۸ تنه هوښیار ماشومان  کوڅه په کوڅه ګرځي او وخت ته د رسیدو نه مخکې يې ماغذه په شاړه بدل شي او چارې مو بې عقلو ته پاتې شي. کله چې یو کار هغه څوک ترسره کوي چې هیڅ یې پرې سر نه خلاصیږي نو څنګه به يې ترسره کړي؟! هیڅ کله نه ، دا یو ستر راز د جاپان د پرمختک او د افغانستا ن د شاتګ په اړه شته،هر کله چې زموږ ۸ هوښیارو ماشومانو ته چارې وسپارل شي موږ به افغانستان د تل پاتې سولې، امن، د پرمختللې ټکنالوژۍ او په اقتصادي برخه په ځان بسيا هېواد وياړ ولرو، کاش چې همداسې وکړو او خپل ځانونه د بې عقلو له مشرۍ او سرزورۍ نه وژغورو!