اجي دیوګن سږ کال عامر خان او شارخ خان دواړه مات کړل

د بالیووډ د فلمونو د بازار سږ ۲۰۱۷ کال چندانې مزه نه وه. زیاتره فلمونه يې ناکام شول. آن د بالیووډ د باچا شارخ خان او انوشکا شرما فلم (جب هیرې میټ سیجل) هم بیخي ناکام شو.

د شارخ خان ریس فلم، چې د همدې کال په پیل کې خپور شوی و، لا هم تر ټولو د ډيرو پیسو ګټونکی فلم و. خو د وارن دهون جوړا۲ فلم چې په سیپتمبر کې خپور شو، ترې په کم تفاوت مخکې شو.

تازه د اکتوبر په ۱۹ مه د عامر خان سیکرټ سوپرسټار او په سبا يې د اجي دیوګن ګول مال اګین فلم خپور شو.

په سینما ددې فلمونو د ټکر له امله د ګټونکي فلم اټکل تر ډیره ګران و؛ خو بیا هم داسې اټکل کیده، چې د عامر خان فلم به ګټونکی وي.

اما داسې ونشوه. د اجي دیوګن فلم نه یواځې دا چې د عامر خان له سیکرټ سټار نه يې بازار یوړو، بلکې د شارخ خان له ریس فلم هم مخکې شو او د په کور د ننه د هندي سینما د ۲۰۱۷ کال د ډیرو پیسو ګټونکې فلم ګڼل کیږي.

فلم د ۱۰ ورځو په تیریدو سره په هند کې ۱۶۷ کروړه هندي پیسې ګټلي، چې په دې سره تر اوسه د ۲۰۱۷ کال د لوړو پیسو فلم ګڼل کیږي.

ګول مال اګین د اجي دیوګن د کومیډي فلمونو ګول مال څلورم فلم دی. تر دې مخکې ددې لړۍ درې نورو فلمونه هم خورا ډير کامیاب وه.