اجی دیوګن: له خپلې میرمن کاجول سره فلم جوړوم، خو فرصت ته ګورم

د بالیووډ وتلي سینمايي ستوري اجي دیوګن ویلي، چې له خپلې میرمنې کاجول سره د فلم جوړولو لپاره فرصت لټوي.

دې جوړې پخوا هم د عشق، راجو چاچا، یو مي ار هم، او نورو فلمونو کې ګډ کار کړی دی، خو کابو ډیر وخت وشو، چې دوې کوم ګډ فلم نه لري.

اجي دیوګن ددې پوښتنې په ځواب کې چې کله به له خپلې میرمنې کاجول سره ګډ فلم جوړوي، وویل:

“دا په ښه سکریپت (متن) پورې اړه لري. دا دومره اسانه کار نه دی، چې موږ دې په یو فلم کې تر هغې راشو، تر هغې چې موږ ته ښه سکریپټ په ګوتو رانشي.”

اجي دیوګن او کاجول په ۱۹۹۹ کال کې واده وکړ او اوس دوه ماشومان لري.