احترام اکتسابی خاصیت لری؛ نو خپلو ماشومانو ته یې ور زده کړئ!

ژباړه: حمیدالله حمیدی

نن سبا تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې مور او پلار خپلو اولادونو ته درناوی نه کوی. دا خبره پر دې دلالت نه کوی، چې تاسو مناسب مور او پلار نه یئ، خو غواړم، چې دې برخې ته پاملرنه او فکر وکړئ، چې له خپلو اولادونو سره مو چال چلند ته پام وکړئ.

احترام کول یوه جذابه او حیرانوونکې پدیده ده، چې اکتسابی خاصیت لری، چې د ژوند په اوږدو کې باید زده کړای شی. د درناوی کولو یو اصل دا دی، چې که یو څوک غواړی، چې درناوی ورته وشی نو لومړی باید په خپله نورو ته احترام وکړی. که د اوسنۍ زمانې نوی نسل ته وکتل شی په نړۍ کې تر ټولو بې احترام نسل بلل کېږی. مخکې له دې چې اوسنی ځوانان ورټل شی، لومړی باید خپل سر پر ګرېوانه کړو، چې موږ د احترام کولو په برخه کې له خپلو اولادونو، خویندو او وروڼو سره څه کړی دی.

د درناوی زده کول تر ټولو مهم اړین ټکی دی، چې مور او پلار په دې برخه کې باید له خپلو ماشومانو سره پوره مرسته وکړی، داسې نه چې ورزده کړئ نور ته باید څه ډول احترام وکړای شی، بلکې خپله دوی ته بایداحترام وشی، تر څو پوه شی، چې احترام یعنې څه؟

د احترام او اطاعت ترمنځ مو تو پیر له یاده مه باسئ، که کوم کس ته په کور کې درناوی نه کېږی هغه هېڅ کله هم په بېرون کې نورو ته درناوی نه کوی.

کله مو چې ماشومان خبرې کوی خبرو ته یې په غور سره غوږ نیسئ او که په نورو کارونو مصروف وی؟ په یوه وخت کې د څو کارونو تر سره کول ښه خبره ده، خو د ماشومانو خبرو ته غوږ کېښودل تر ټولو اړین دی. هغوی، چې څه هم وایی تاسو ته باید د قدر وړ وی او درناوی یې وکړئ. هر کار کولای شئ، چې د یو څو دقیقو لپاره یې پرېږدئ، خو د ماشوم خبرو ته مو په پوره دقت سره غوږ شئ.

کله مو چې ماشوم خبرې کوی، مخامخ یې سترګو ته ګورئ

له ځانه وپوښتئ څو ځله به مو نورو ته ویلی وی، چې خبرې درته کوم ماته ګوره اوس له ځانه پوښتنه وکړئ، کله مو چې ماشوم خبرې کوی ایا هغوی ته ګورئ او که نه؟

له ماشوم سره مو داسې چلند وکړئ، چې فکر وکړی زه ورته د درناوی وړ یم او پلار یا مور مې زما خبرو ته درناوی کوی او زما د خبرو د درناوی په خاطر یې غوږ راته نیولی دی.

که مو دغه څه تر سره کړل، پوه شئ، چې ماشوم به ستاسو او نور خلکو په حق کې هم دغه ډول عمل کوی.

ستاسو په اند یو دروغجن انسان د درناوی وړ دی؟ او یا دا چې تاسو کله هغه چاته دروغ وېلی، چې ستاسو د درناوی وړ وی؟

که کله در څخه کومه تېر وتنه کېږی بښنه وغواړئ په تېره بیا دغه څه د خپلو ماشومانو په مخ کې وکړئ تر څو هغوی هم بښنه غوښتل زده کړی. ځکه ماشوم په دې سره پر خپل نفس اعتماد پیدا کوی او له ځانه سره فکر کوی، چې دا دی زما پلار او یا مور، چې تر ما لوی دی هم تېروتنه کوی، او د تېروتنې جبران په بښنې غوښتلو سره کېږی.

هڅه وکړئ د خپلو ماشومانو په مثبتو ټکو تمرکز وکړئ، که خدای مه کړه ماشوم مو کله هم تېروتنه کوی، مه یې رټئ او بد رد مه ورته وایئ، ځکه دا یې حل لاره نه ده.

له ماشوم سره د شوخۍ لپاره مناسب وخت وټاکئ، هسې نه چې ماشوم مو تېر وتنه وکړی تاسو پرې غوسه شئ او له هغې وروسته، چې غواړئ بېرته یې پخلا کړئ ور سره لوبې پیلوئ. د خپلو ماشومانو ستاینه مو وکړئ، خو پام مو وی، چې په دې برخه کې زیاتی در څخه ونه شی او هسې نه چې دروغ درنه ونه ویل شی. که غواړئ، چې په ماشومانو کې مو مثبت بدلون را ولئ پر مثبتو ټکو یې تمرکز وکړئ، ځکه څومره مو چې د ماشوم ښې کړنې ستایئ په هماغه ډول نور هم هڅېږی.

په کورنۍ کې د ماشومانو لپاره یو ډول محدویتونه او سرې کرښې وټاکئ تر څو ستاسو شخصی حریم ته داخل نه شی، خو پام مو وی، چې د دوی په حق کې هم دغه ډول څه تر سره کړئ.

د ماشوم کوټې ته له ورتلو مخکې دروازه وټکوئ او بې اجازې مه ورځئ. کله چې د ماشوم کوټې ته ورځئ هڅه وکړئ، چې د هغوی د لوبو پر وسایلو او نور څه لاس ونه وهئ.

ستاسو ماشوم باید په دې پوه شی، چې د یوه انسان په توګه د ارزښت وړ دی او د نور په څېر باید ورته درناوی وشی. دغه څه ماشوم ته ورته زده کوی، چې که په لومړی سر کې د خپل ځان احترام ونه کړی، نو د نور درناوی هم نه شی کولای.

درناوی په اصل کې یو لید دی. درناوی کول او له درناوی ډک رفتار له ماشوم سره مرسته کوی، چې په خپل ژوند کې بریالی وی. که څوک خپلو مشرانو، میندو او پلرونه ته په درناوی قایل نه وی، هېڅ کله هم په ژوند کې پرمختګ نه شی کولای. یو با ادبه ماشوم تل د خپلې کورنۍ له غړو سره په سم ډول چلند کوی او د خپلو همزولو په منځ کې هم په ښه نوم یادېږی.

په ښوونی او مدرسو کې هم ماشوم ته ور زده کېږی، چې څه ډول د خپل ځان او نورو درناوی وکړی، خو د مور او پلار خبرې په زیاته کچه له ماشوم سره مرسته کوی، چې درناوی زده کړی.