اختره راشه دردمند زړه ته يو سکون هم راوړه
د هجر شپو لره يو څرک د سباوون هم راوړه
مــړاوي غـــوټۍ د ارمــانـونـو بيا را وټــوکــــــوه
زمونږ جل وهليو زړو ته بيا نوی ژوندون هم راوړه
چې رڼې اوښکي يې لا زانګي د بڼو په ټال کې
تحفه د صـــبر د يتيم ماشوم محزون هم راوړه
راوړه ډېوې د خوشحالۍ دردونه يوسه رانه
دې غمزده كلي ته داسي يو بدلون هم راوړه
د غمو ترنځي مو سپوږمۍ د زړونو ونېوله
راوړه رڼا اختره ژر راځه خلاصون هم راوړه
د خـپـلــواکـۍ لــيلا به څــو لا مـــروره ګــــرځي؟
نن يې پخولا کړه د زړګي مراد د مجنون هم راوړه
قـــلـــمـــه تــه هـــم هـمـيشه لکه نظام ژړېږې
نن دي پر ژبه د خوښۍ رنګه مضمون هم راوړه
کاپي