اختر

په افغانستان کې له ډيرو پخوا وختونو راهيسې ځينې ورځې د ولس له خوا په خوشاليو، مېلو او جشنونو لمانځل کېږي، چې اخترونه هم په دغه ليکه کې راځي.

پخوا هم په افغاستان کې اختر و، خو کله چې د اسلام دين راغی، نو پرځای يې دوو نورو اخترونو هم په افغانستان کې رواج وموند، چې يوکوچنی اختر (عيدالفطر) او بل يې لوی اختر (عيدالاضحی) نومېږي.

عيد دعربي ژبې يوه کليمه ده، چې دبيرته راګرځېدو او خوشالۍ مانالري او په افغانستان کې هم ځينې خلک عيد ورته وايي، خو ډېری خلک يې (اختر) بولي.

دوه تنه د اختر لمونځ نه وروسته اختر مبارکي کوي.

د اختر په ورځوکې خلک دخپلو خپلوانو ليدو ته ورځي، نوي کالي اغوندي، خوشالۍ کوي او مېلې او جشنونه جوړوي

” عيدالفطر او عيدالاضحی ) يا لوی او کوچني اخترونه د هجرت په دوهم کال، يانې له نن څخه (١٤٢٦) کاله وړاندې اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) له خوا اعلان شول.

د اخترونو په لومړۍ ورځ مسلمانان په جوماتونو کې راټولېږي او د خطبې په ويلو سره دوه رکعته واجب لمونځ ادا کوي“.

د اختر په ورځوکې خلک دخپلو خپلوانو ليدو ته ورځي، نوي کالي اغوندي، خوشالۍ کوي او مېلې او جشنونه جوړوي.

اخترونه دخوشالۍ ورځې دي، نو بايد خلک په دغه ورځ خوابدۍ يوې خواته کړي او يو له بل سره پخلاشي.

د حضرت محمد(ص) وينا ده چې:” بايد خوابدۍ يوې خواته پرېږدئ او خوشالۍ وکړئ“.

د اخترونو په لومړۍ ورځ مسلمانان په جوماتونو کې راټولېږي او د خطبې په ويلو سره دوه رکعته واجب لمونځ ادا کوي.

په لوی اخترکې مسلمانان اختری (قرباني) کوي. ددغې قربانۍ خښته (٣٩٢٧) کاله پخواد ابراهيم (ع) له خواکېښودل شوه،

چې بيا وروسته داسلام دين هم دغه دود ومانه او تراوسه پورې مسلمانان په همدغه ورځ قربانۍ کوي“.