اداکاره ریا چکرورتي د هند په بائیکله زندان کې زنداني شوه

داکاره ریا چکرورتي Rhea Chakraborty چې د سوشانت سینګ راجپوت Sushant Singh Rajput په م-ړینه کې په لاس لرلو تورنه شوې ده، پرون د سپټمبر په ۹مه نېټه د هند د مخ-دره توکو ضد ډلې له لوري ونیول شوه او په بائیکله زندان کې زنداني کړای شوه.

 

ریا چکرورتي وروسته له هغې په بائیکله زندان کې اچول کېږي، چې د ممبۍ محکمې پرېکړه کړې ده، چې ریا به د سپټمبر تر ۲۲مې نېتې پورې په توقیف خانه کې وي. دا، چې د قانون له مخې نه شي کېدای یوه ښځینه تورنه د لمر له غورځېدو وروسته کوم زندان ته یوړل شي، نو د مخد-ره توکو پر ضد ډلې هغه د مرزا غالب مارګ ته نږدې د بائیکله زندان ته وړې ده.

 

د یادونې وړ ده، چې د ممبۍ په بائیکله زندان کې ګڼې مشهورې ښځې بندیانې شوې دي، چې له دې ډلې د اندراني مکرجي، شینا بورا او د هند د پارلمان د اوسنۍ وکیلې سادهوي پریګیه سینګ نوم یادولی شو.

 

دا زندان دوه برخې دی، چې یوه برخه یې د ښځینه بندیانو لپاره ځانګړی شوی دی، چې په عام ډول هغه بندیانې پکې دي، چې د مخ-دره توکو په کاروبار تورن دي.

 

د اداکار سوشانت سینګ راجپوت له خواشینونکې م-ړینې وروسته دا هند د مخ-دره توکو ضد ډلې دا په ډاګه کړې ده، چې د سوشانت ملګرې ریا چکرورتي به سوشانت سینګ ته مخ-دره توکي پېرل او په دې سره یې هغه په دې توکو باندې روږدی کړی و.

 

پر ریا چکرورتي سربېره د بالي ووډ سینما ګڼو نورو لوبغاړو باندې هم نیوکې پیل شوې دي او هغوی د سوشانت سینګ په م-ړینه کې په لاس لرلو تورن شوي دي، خو تر دې دمه د هند امنیتي ځواکونو یوازې ریا چکرورتي نیولې ده او په دې تور یې بل څوک نه دي نیولي.

کاپي هنرستان…