ادبیات غیرې مستقیم ویل کړي

ليکنه: محمد خالص ادیب

ادبیات د یوې ټولنې په رغښت کې رغنده رول لري،  عموماً ادیبان نرم مزاج انسانان دي، دوی پراخه حوصله لري،  زر نه په قهر کېږي، شپه ورځ کرکې، نفرتونو، نفاق، ظلم، وحشت، بربریت پر ځای مینه محبت، اتفاق، امن او یوالي ته کمپاین کوي په هره لیکنه کې په غیرې مستقیمه توګه په دې ټینګار کوي چې مینې ته ځای د خپلې وینې پر ځای په رګونو کې ورکړئ.

دلته به ځینو ته سوال پیدا شي چې څنګه په غېرې مستقیمه توګه د یوې ټولنې په وګړو ادبیات تاثیر/ویل کوي/کړي  مثلاً د هېواد په ګوډ ګوډ کې هره ورځ موږ او تاسو په خبرونو کې اورو چې په لسګونه د دولت مخالف وسلوال په مخامخ جګړو کې وژل/ټپیان کېږي؛ خو سره له دې د دوي جذب لازیاتېږي خپلو بریدونو ته زور ورکوي که څه هم  دوی ته نه ویل کېږي چې تاسو راشئ، زموږ له لیکو سره یو ځای شئ ، مګر هلته کوم شته ترانې او په وژل شویو کسانو باندې لیکل شوي داستانونه چې په شفاهي توګه د سیمې وګړي او تنکي زلمیان اوري یا هم تحریري بڼه لولي د دوی احساسات راپاروي، وینه یې په جوش راولي،  دې ته یې لیواله کېږي چې له لیکو سره یو ځای شي.

د هېواد تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی ګل رحمان رحماني په یو بیت کې داسې وایي:

ددغه ښار هر یو مین در پوښتېدلی شې ته

یو زه خو نه وم چې کولو مې ارمان دې هغې

له بیت څخه داسې معلومېږي چې شاعر د امن تږۍ دی، سوله یې معشوقه،  دی یې عاشق دی، فریاد کوي، په مخاطب غږ کړي چې ددې ښار هر وګړی در پوښتېدای شئ تنها زه نه یم چې د امن تږی یم  بلکې هر یو په زړه کې دا ارمان لري چې د سولې په پسته غېږ کې د ارام ساه واخلي، دلته شاعر په غیرې مستقمه توګه د سولې غوښتنه کوي.

یا هم موږ هره اونۍ په رادیوګانو کې ډارمې  او نورې داستاني خپرونې اورو، که څه هم عموماً تلویزیونونه اوس په اطرافونو کې نشته؛   خو رادیو د هر ځوان/ پیغلې په څنګ کې اوس دایمي وي، دوی د تفریحي خپرونو تر څنګ ډارمې او داستاني برنامې هم اوري؛ خو کومې ډارمې او داستانونه  چې په کورنۍ ژوند یا هم بله ټولنیزه موضوع باندې را څرخي، کله چې اورېدونکي هغه اوري که په مستقمه توګه د هغوي په روان باندې اغېزه ونه کړي؛  خو د وخت په تېرېدو سره حتمن دې دوی په حرکاتو او خبرو کې یې تاثیر لیدل کېږي.

هلته که یوه خواښي له اینګور سره بلد چلند کوي کومه خواښي چې یاده ډارمه اوري هغه په ډارمه کې په یاد کرکټر باندې لعنت وایي له ځانه سره دا فکر کوي چې موږ باید له خپلو اینګورانو  سره داسې چلند ونه کړو چې هغه د دوی د ناخوښۍ سبب ورګرځي یا که چېرې یو کرکټر هلته له نورو کسانو سره له محبته په ډکه فضا کې ژوند کړي؛ نو حتمن اورېدونکی/لوستونکی له ځانه سره که وغواړي یا ونه غواړي داسې  فکر کوي چې باید هماغسې اوسېږي.

که په دې وروستیو وختونو کې د  خصوصي تلویزیونونو هغه ژباړل شویو سریالونو ته را وګرځو  ډېری داسې څه به ووینو چې هغه د ژباړل شوي سریال ډیالوګونه په ورځني ژوند کې اوس ښاران او نور وګړي له یو بل سره کاره وي، چې دا خپله یوه غیرې مستقیمه ژبه یا ویل دي چې په موږ  باندې تاثیر کوي ځکه هلته خو راته داسې نه ویل کېږي چې داسې وکړه ا و هغسې مه کړه بلکې موږ هر څه په سترګو وینو/اورو او له خپله لنیزه ورته ګورو بیا له ځانه سره قضاوت کړو چې څنګه وکړو.

خو له  ژباړل شويو سریالونو سره زموږ فرهنګي اړخ زیات زیان مومي ځکه کوم ښځینه او نارینه کرکټرونه چې د تلویزیون په پرده باندې  د ټولنې وګړي ګوري د هغوی لباس خوښوي کله چې بیا یې د ښادۍ ورځې ـ شپې شي د خپلې افغاني جامې پر ځای هماغه لباسونو او دودونو ته اولیت ورکوي کوم چې سریال یا فلم کې خوښ شوي وي  چې په دې سره مو بیا د خپلو فرهنګي لباسونو پیر او پلور په بازار کې کم رنګه کېږي.