ادب اوشعرپیژندنه

لیکوال : رحمت الله حکیمي
نن دژبې اوادب دزده کړیالانو څېرې پیکه اوپه مخ یې استعداد ځپلی ګردویده وو ، تپوس مې ترې کړی نه وو چې ددوی خولې راخلاصې شوې .
استاده ! موږ ته وویل شول چې ستاسو دمجلې چاپیدل به بد عواقب ولري ، په ذهن کې مې ددوی سپیروڅېرودعاطفو څادر وغوړاوه ، داسې راته ښکاره شول لکه بې رهبره لارویان .
ـــ یوه رانوره کړه !
ــــ شته داسې ناخوالې چې دزغم نه دي استاده !
ما هم خپل دریځ اوژمنې ته بدلو ن ورنه کړ ، په زرغرده مې وویل زه نه دشرق پروا لرم نه دغرب غواړم په ادب کې مو په عملي ډول اوبو ته ورګډ اولامبوزن درنه جوړکړم ،رانه وویل شول که غواړئ په اتو سمسترو کې تکړه لیکوال ، ادیبان ،شاعران اومهذب شوي ادیبان له ځانه جوړوئ زه مو ترڅنګ ولاړ یم خپلې دوه مجلې مو په اختیار کې درکوم اوکه په پټه خوله دچاپیلوني وئ ، شونې ده چې په ډېر کم وخت کې مو دتاترین کندې ته ورټیل وهي دروند استاد محمدآصف صمیم وايي :
پټه خوله چې ځې دبل په لاره ته به پاتې یې
ستن به ځان ایستلی وي خوتاره ته به پاتې يې
آه افسوس چې فکر په فکر کیدلای ، مسؤلیت درک کیدلای ، که دچا سره دمسؤلیت ددرک تومنه په ذهن کې نه وي ، دمسؤلیت په درکوونکې پسې دې ډبرې نه واروي ، په لوی لاس دې دزده کړیالانو په سرنوشت لوبې نه کوي محمد صدیق پسرلی فرمايي :
ماته ترپرتو کاڼو ولاړې دوړې ښې ښکاري
نه وینم دپورته الوتــــلو زور په تــــــیږو کــــــې

ویل اولیکل هر څوک کوي نر هغه دی چې څنګه ویل اوڅنګه لیکل راباندې واوروي اوراباندې ولولولي ، وچې خبرې کول اولیکل دادب غوښتنه نه ده ، زه په دې عرصه کې دخپلو تکړه زده کړیالانو سره څنګ په څنګ ولاړ یم تر څو ځان اودوی داسلامي ارزښتونو لاندې دمهذب ، پیاوړي اوسرشاره ادب په څادر کې پټ کړم ، زه دخپل مسؤلیت په درک کې بلواکي نه منم اوکه بیا هر څوک زما دا اقدام د ژبې اوادب زده کړیالانودپاره وړ نه بولي ، غواړي دچېپټرې پول په واسطه زده کړیالان دادب له دې لویه سینده پورې باسې مهرباني دې وکړي دزده کړیالانو سره دې انفرادي خبرې نه کوي دهغه چاسره دې وغږیږي چې ددې کارونو دپاره دسر په بیه ټټر وهي .